د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵ مه نېټه، طالبانو د افغانستان واک تر لاسه کړ.
Afterتر هغه را وروسته، هغوي د نابرابرۍ یو لړ سختې محتاطانه پالیسۍ تحمیل کړې چې د یوې مېرمنې د ژوند هره برخه اغېزمنوي. دا د سخت محدودیت، وېرې او جبر یو سېستم دی چې مېرمنې په نښه کوي.
هغه څه چې تاسو به یې دلته تجربه کړئ، په افغانستان کې د اوسېدونکو مېرمنو د ژوند کیسې دي، چې د هغوي پخپلو الفاظو لیکل شوي دي. دغه بې نومه، لومړي لاس اکاونټونه ناځلېدلي دي. دا هغه وېره، غوسه او د محرومیت ژور احساس بیانوي، چې د افغان نجونو او مېرمنو د ورځني ژوند معمول ګرځېدلی دی او همدا راز هغه غزېدنه چې هغوي ورسه خپل ژوند ته دوام ورکوي.
هغه کیسې چې تاسو به یې دلته ومومئ، د هغو مېرمنو دي، چې عمرونه، نژادونه، د زده کړو کچې او ټولنیز حیثیتونه یې مختلف دي. دغه مېرمنې د افغانستان له مختلفو سیمو او د ژوند له بېلا بېلو برخو سره تړاو لري، داسې لکه زه او ته، داسې لکه ستا په ژوند کې مېرمنې چې دي.
مونږ غواړو چې تاسو دغه کیسې درک کړئ او تصور کړئ چې تاسو هم له دغه ډول حالت سره مخ کېدلی شوئ. تصور وکړئ چې هغه مهال به تاسو څه حس درلود چې ستاسو کالي، کار او ګرځېدل ستاسو د جنسیت له مخې درته ټاکل کېدل. په یاد لرئ چې که څه هم دغه چاره تاسو لپاره یوازې یو تصور دی، دا په افغانستان کې د اوسېدونکو نجونو او مېرمنو د ورځني ژوند حقیقت دی.