هره ورځ پر نجونو او مېرمنو د نویو بندیزونو اعلانولو په ریښتیني ډول زما ذهني روغتیا اغېزمنه کړې او جدي ناروغي یې راته پیدا کړی

Farzana
ژورنالسته، ننګرهار

زه یوه ژورنالسته یم او په ژورنالېزم کې مې تر لېسانس درجې زده کړې کړي دي. زه له مختلفو ادارو سره د ټولنیزې فعالې، کمیونېکېشن مامورې، جنډر مامورې، د محلي رادیو پرودیوسرې او د خبرو راپور ورکوونکې په توګه، په مختلفو برخو کې ۱۴ کاله کاري تجربه لرم. 

د اګست تر ۱۵ مې نېټې وروسته، ما د مېرمنو له یوې وېبپاڼې سره او د جنډر مامورې په توګه دنده درلوده، خو د ډېسمبر د ۲۴ مې نېټې بندیز لامله مې خپله دنده له لاسه ورکړه. زه لا هم د مېرمنو وېبپاڼې سره یوازې داوطلبانه کار کوم.

زما په ژوند کې تر ټولو مهم بدلون د خپلې دندې له لاسه ورکول وو. زه د بشپړې کورنۍ یوازینۍ عاید درلودونکې وم. د دندې له لاسه ورکولو څخه وروسته، اوس له ډېر سخت مالي وضعیت سره مخ یم.

زه د شپې خوب نه شم کولی ځکه چې زه فکر کوم: که زه بېرته دنده ترلاسه نه کړم، څه به پېښ شي؟ زه به څنګه خپله کورنۍ په خېټه مړوم؟

هغه نجونې او مېرمنې به له دندو پرته څه کوي چې زما په څېر د خپلو کورنیو یوازینۍ سرپرستې وي؟ د هغوي راتلونکی به څه ډول وي او خپلو کورنیو ته به څه ډول خواړه پیدا کوي؟

زه باید د خپل شخصي امنیت او خوندیتوب لامله خپل ټولنیز فعالیتونه بند کړم. د دې تر څنګ، مونږ هغه فرصت له لاسه ورکړ چې نجونو او مېرمنو لپاره خپلو ټولنیزو فعالیتونو او خدماتو ته دوام ورکړو.

وضعیت که هر ډول وي، ټولې مېرمنې باید وهڅول شي او د نورو هغو نجونو او مېرمنو لپاره غږ پورته کړي چې غږ نه شي پورته کولی. افغان مېرمنې باید د خپلو حقونو لپاره مبارزه وکړي. مونږ باید تر هغه وخته مبارزه وکړو چې خپل حقونه بېرته ترلاسه کړو.

په دغه حالت کې، یوازې افغان نارینه د افغان مېرمنو ملاتړ کولی شي. هغوي باید له نجونو او مېرمنو سره څنګ په څنګ ودریږي او د ملګرو ملتونو په ګډون نړیواله ټولنه باید پر طالبانو فشار راوړي چې د مېرمنو اسلامي او بنسټیز حقونه ومني او ور یې کړي. 

نړیوالې ټولنې ته زما پیغام دا دی چې هغوي باید د طالبانو له اوسنیو چارواکو سره د افغان مېرمنو او د هغوي د حقونو په اړه خبرې اترې وکړي.

راتلونکې کیسه
.زه د کورنۍ یوازینۍ سرپرسته وم