«بچیو ته د یوې مړۍ ډوډۍ لپاره مجوره شوم د کور ټول سامان خرڅ کړم»

Hajar
مور, خوست
© Nanna Muus

«زه هاجر یمه، د اوو بچیو مور. په اصل کې د خوست یو او اوه کاله کېږي چې په کابل کې اوسېږو.

موږ له ډېرو ستونزو سره مخامخ شو، په تېره بیا د خپل لېوره له لوري چې په طالبانو کې پېژندل شوی کس دی. دغه لېور مې تل مشر زوی هڅاوه چې مجاهد شي. هغه مې زوی په یوه مدرسه کې واچاوه. 

لږ وروسته مې ورپام شو چې لېور مې له زوی نه ناوړه استفاده کوي او هغه یې مجبور کړی چې د دولتي چارواکو جاسوسي ورته وکړي او خبرونه یې ور ورسوي. زوی مې په خوست کې لېوره ته د دولتي چارواکو معلومات ورکول. بیا به هغوی هغه دولتي چارواکی واژه.

خپل تره زما د زوی ماغزه مینځلي وو. زما تکراري نصیحتونو پر زوی اثر نه کاوه. نو پرېکړه مې وکړه چې کابل ته راشو چې زوی مې له تره نه یې لرې وساتم. په څو اونیو کې مې تر ډېرو ناندریو وروسته زوی قانع کړ چې کابل ته راسره راشي. کابل ته په راتلو سره مې د زوی فکري او اروايي وضعیت ښه شو. هغه د فلزکارۍ یوه ورکشاپ کې کار وموند او نور یې له طالبانو سره اړیکه نه وه.

د مېړه په مرسته بریالۍ شوم چې زوی مې د طالبانو له لومې او په وینه بهوونه کې له ښکېلتیا وژغورم.

په کابل کې مو یو زوړ کور کرایه کړ. ما په یوه مکتب کې د ښوونکې په حیث کار کاوه او مناسب ژوند مو درلود. خو دغې نیمکرغۍ او هوساینې ډېر عمر ونه‌کړ.

زوی مې چې له تره سره له همکارۍ ډډه وکړه او ویې‌ویل چې نور به ورسره کار نه‌کوي، تره یې کابل ته راغی او هغه یې د قرغې بند کې یوې غونډې ته وروباله. د ۲۰۱۹ په هماغه ورځ زوی مې په لامبو بوخت و چې تره په سر وویشت او ویې‌واژه. که څه هم موږ پوهیدو چې دا د هغه د تره کار وو، خو موږ څه نشو ویلای.

تر دې پېښې وروسته، په ۲۰۲۰ کال کې مې مېړه په یوه ځانمرګي برید کې ټپي شو او دواړه پښې یې له لاسه ورکړې.

له خوسته چې کابل ته راغلم، د نجونو په یوه ښوونځي کې مې کار شروع کړ. په ۷زره افغانیو معاش به مې د مالي ستونزو یوه برخه حل کوله. خو د ۲۰۲۱ تر آګسټ او د نجونو د مکتبونو تر بندېدو وروسته بېکاره شوم. پنځه لوڼې مې بې هېڅ راتلونکې پاتې دي او مکتب ته نشي تلی.

نن د کور څښتن په کرایې پسې راغلی و. څلور میاشتې کېږي چې پوروړي یو او د لپاره مې هېڅ پیسې نه درلودې. مجبوره شوم چې د کور آخري سامان خرڅ کړم چې په پیسو یې بچیو ته یوه مړۍ ډوډۍ واخلم.

له نړیوالې ټولنې غواړم چې زموږ ملاتړ دې وکړي او پر طالبانو دې فشار راوړي چې د ښځو حقونه په رسمیت وپېژني او لوڼو ته مې د زده‌کړې اجازه ورکړي چې خپلې هیلې پوره کاندي. نړیواله ټولنه باید پر طالبانو فشار راوړي چې د انسانیت لاره خپله کړي.»

راتلونکې کیسه
«خور مې هېڅکله نه غوښتله چې دې جبري واده ته غاړه کېږدي»
A veiled young girl sits sewing on a daybed.