لطفا بدګوماني بس کړئ او د افغان نجونو او مېرمنو ملاتړ وکړئ. مونږ ازادي غواړو. مونږ ژوند غواړو
Humaira
واک ته د طالبانو تر رسېدلو وړاندې، ما په پوهنتون کې د اوبو رسونې انجینري لوسته، د درېیم کال محصله وم او اوسط ۹۸ سلنه نومرې مې درلودې.
په پیل کې، هغوي مونږ ته اجازه راکړه چې د حجاب او نقاب له اغوستلو سره پوهنتون ته لاړې شوو، خو وروسته یې زمونږ پوهنتون بند کړ. له دې امله، درې میاشتې وشوې چې زه پر کور ناسته یم.
د طالبانو تر حاکمیت مخکې، مونږ هر چېرې تللی شوو او هر هغه څه مو لوستلی شول چې مونږ غوښتل. خو اوس زه خپلو درسونه ته ادامه نه شم ورکولی ځکه چې طالبان به نجونو ته د انجینرۍ لوستلو اجازه ورنکړي.
ما لپاره دا ډېره مهمه ده چې نجونې په ښوونځیو او پوهنتونونو کې خپلو درسونه ته دوام ورکړای شي ځکه چې زه یوه نجلۍ یم او دا زما یوه هیله وه چې انجینره شم. زه پوهېږم چې ټولې افغان نجونې زما په څېر هیلې او ارمانونه درلودلی شي. مونږ ټولې غواړو چې خپلو هیلو ته ورسېږو.
زه فکر کوم چې دا یوازې د افغان نجونو او مېرمنو ستونزه نه ده. دا د نړۍ د ټولو مېرمنو د ناتوانایۍ او کمزورتیا نښه ده. البته دا د مېرمنو وړتیا هم ښيي. زه باور لرم که چېرې ټولې مېرمنې متحدې شي او د یوې بلې ملاتړ وکړي، مونږ لپاره به ډېره غوره وي. مونږ کولی شوو چې د ټولو مېرمنو د راتلونکي لپاره متحدې او مشورې/ وکالت وکړو.
نړیوالې ټولنې ته زما پیغام دا دی چې که چېرې مېرمنې له سړو سره مساوي فرصتونه ولري، د خپل هېواد او خپلو هیلو/ ارمانونو پوره کولو لپاره هر څه کولی شي. په دې برخه کې د سړو او مېرمنو تر منځ کوم توپیر نشته.
