«څو پورې چې د هېواد نجونې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې وي، د «آزادۍ» کلمه زما لپاره هېڅ معنا نه لري»
Shabnam
«تر یوه ناکام واده وروسته، په داسې حال کې چې هڅه مې کوله خپل اولادونه په یوازې سر رالوی کړم، مبارزه مې پيل کړه. له ټولو سختیو سره سره مې د ښځو د حقونو د دفاع لپاره په مدني او بشرپالو فعالیتونو کې برخه واخیسته. له قلم نه مې د داسې پولو د انځورولو لپاره کار واخیست چې د خپلو وطنوالو ښځو ځای تضمین کړم. هیله مې دا وه چې هېڅ نجلۍ دې د بدمرغۍ تر سیوري لاندې پل وانخلي. خو د ۲۰۲۱ د آګسټ په ۱۵مه د کابل له سقوط سره زما هیلې ونړېدې.
پوهنتون ته نژدې مظاهرو کې له تاوتریخوالي سره مخامخ شوو او د طالبانو بدرنګه څېره مو بربنډه کړه. زه سرسري ټپي شومه او تر دې اعتراضونو وروسته طالبان سخت راپسې ګرځېدل.
یوه ګاونډي خبر کړو چې طالبان زما عکس ګرځوي او زما د اوسېدو ځای لټوي. نو اولادونه او کور مې پرېښودل او ځان مې پټ کړ.
د کورنۍ غړو مې له خپلو اولادونو سره زما د یو ځای کولو لپاره خپل ژوند ته خطر ومانه او زما دوه بچي یې چې له موره د بېلتون زغم یې نه درلود، راته راوړل. د ژوندي پاتې کېدو او د مبارزې د ادامې لپاره له ټولو هڅو سره سره، بالاخره په یوه سړه او تیاره شپه کې له خپلو اولادونو او د مبارزې له ځینو ملګرو سره ونیول شوم او د کورنیو چارو وزارت ته ولېږدول شوو.
د نیول کېدو نه څه موده وروسته ټولې ښځې له زندانه خوشې شوې خو زه او لور مې لا هلته وو. دېوال ته مې ډډه ولګوله او وړې لور ته مې ترانه زمزمه کړه. د ترانې په اورېدو سره د هغې په سترګو کې اوښکې راټولې شوې.
لور مې رانه پوښتنه وکړه: «مورې! موږ یې ولې خوشې نکړو؟ ما او تا به کوم لرې ځای ته وړي؟ مه ژاړه مورې زه هېڅ چېرې نه ځم او نه پرېږدم چې طالبان تا ته زیان درواړوي.»
