زه وېرېدلم چې طالبان به یې راڅخه واخلي
Adela
د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې مخکې، ما د ښوونکې په توګه دنده درلوده. دا چې زه په یوه عنعنوي نرواکه ټولنه کې یوه ښځه وم، د ۲۰۲۱ کال د اګست تر میاشتې وروسته مې د ښځیتوب تریخ خوند څکلی دی او ما په افغانستان کې له نورو مېرمنو سره یو ځای د مئ میاشتې په یوه اعتراض کې ګډون کړی و.
کله چې تېر اګست میاشت کې طالبانو د هېواد واک یو ځل بیا پخپل لاس کې واخیست، زه وېرېدلم چې مونږ به بېرته ماضي ته وګرځو. زه د طالبانو له لورې د نجونو د ښوونځيو له بندېدلو، له کار کولو څخه منع کولو او په عام محضر کې سنګسارولو څخه وېرېدلم. له هغه وخت راهیسې زما ځینې تر ټولو بدې وېرې ریښتیا شوي دي.
د کابل، پروان، کاپیسا، پنجشیر، تخار، بدخشان، هلمند، کندهار، مزار شریف او نورو سیمو په ډېرو کوڅو کې سلګونه مېرمنې راسره یو ځای شوې. پروفیسورانې، ډاکټرانې، پخوانۍ دولتي چارواکې، د بشري حقونو ښځینه فعالانې او د مدني ټولنې مشرانې، ټولې یو ځای شوې څو زمونږ د بشري حقونو لپاره غوښتنه وکړي او زمونږ د کار پر حق د بندیز پر خلاف، زده کړو ته د لاسرسي لپاره او د بیان او ګرځېدلو د فردي ازادۍ عملي کولو لپاره، د طالبانو بندیزونو ته د پای ټکی کېږدي.
د دغو هڅو په جریان کې مونږ د طالبانو له لورې تهدید شوو، وځورول شوو، ووهل شوو او بندیانې کړای شوو. زه به هېڅکله د فروزان ټپي شوی سر، د نرګس د سر مات هډوکی، د مدینې سوځېدلی مخ، د مریم ټپي شوې سترګه او د ډېرو نورو مېرمنو نیول کېدل هېر نه کړم. زه به د طالبانو په زندانونو کې هغه زرګونه مېرمنې هېرې نه کړم چې هؤیت یې لا هم معلوم نه دی.
یو ځل د یوه احتجاج په جریان کې، یوه طالب دومره سخته لغته راکړه چې پر ځمکه ولوېدم. زما پر سترګو تیاره شوه او فکر مې وکړ چې قوت مې له لاسه ورکړ، خو زه بېرته پورته شوم او خپل غږ مې لا پسې لوړ کړ: ډوډۍ، کار، ازادي!
زه به د ظلم پر وړاندې هېڅکله چوپ نه شم. دا زما انساني مسؤولیت او دنده ده او زه هیله لرم چې زه به هېڅکله ظلم او بربریت ته سر ټیټ نه کړم او زما غږ به د سیاسیونو د غږ په څېر نه، بلکې د انسانیت غږ به وي.
زه به له دغه زندان څخه د ازادۍ پر لور حرکت کوم او د خپل هېواد د یوه غوره راتلونکي لپاره به خپلې مبارزې ته دوام ورکوم.
