زما په ژوند کې تر ټولو مهم بدلون دا و چې ما خپلو زده کړو ته دوام نه شو ورکولی
Rona
زه د یوې نادولتي مؤسسې اجرائیه رئیسه، یوه مدني فعاله او د بشري حقونو د مدافعینو کمېټې غړې یم.
د طالبانو تر راتګ مخکې، ما په لویدیځ زون کې د عدالت پروژې کوواردیناتور په حیث دنده ترسره کوله. ما د رسمي کار سربېره په خپل ولایت کې د عامو وګړو د یوې ټولنیزې اتحادیې مسؤولیت هم درلود، زه د ملي مشورتي کمېټې غړې وم، په لویدیځ زون کې د مدني ټولنې کاري ډلې مرستیاله، د اعتماد ولایتي شبکې مرستیاله او په محلي او د هېواد په کچه د ډېرو مشورتي کمېټو غړې وم.
ما د ۲۰۲۲ کال په جون میاشت کې د دفتر د مشرې په توګه دنده پیل کړه. زه د خپل رسمي کار تر څنګ لا هم مدني او ټولنیز فعالیتونه ترسره کوم. خو د ۲۰۲۲ کال د ډېسمبر تر ۲۴ مې نېټې راوروسته، د بندیزونو لامله خپل کار له کور څخه ترسره کوم.
زما په ژوند کې تر ټولو مهم بدلون دا و چې ما خپلو زده کړو ته دوام نه شو ورکولی. ما د خپلې ماسترۍ یو سمستر ولوست، خو دوام مې ورنکړای شو. همدا راز ما د مېرمنو د خدماتو په برخه کې کار په ازادانه توګه نه شو ترسره کولی او هغه موخې چې ما درلودې، له بده مرغه له منځه لاړې.
او مونږ پر همدغه لاره مخکې لاړو، خپل الفاظ مو بدل کړل، مذهبي شعارونه مو وکارول او خپلې طریقې مو بدلې کړې. مونږ خپل فعالیتونه ترسره کړل او له چارواکو سره مو ورباندې بحث وکړ. مونږ پر هغوي نیوکې کمې کړې او مشورې مو زیاتې ورکړې. د سیستم تر بدلون راهیسې مو دغه طریقه خپله کړې ده.
زه هیله لرم چې یوه ورځ به مېرمنې نه یوازې په ټولنه کې ګډون ولري، بلکې په ټولو کچو به فعال، اغېزمن او بامفهومه شتون ولري. زه هیله لرم چې مونږ به ښځینه سیاستوالې، سوداګرې، عالمانې او ساینسپوهانې ولرو او هغوي به وتوانیږي چې تخصصي ډګریانې ولري او هېڅ نجلۍ به له زده کړې څخه محرومه نه وي.
زما په اند، مېرمنو لپاره په اوس وخت کې یوازې او یوازې د هغوي ملاتړ اغېزمن دی. که مونږ هر یو د یوې نجلۍ یا مېرمنې ملاتړ وکړو، که هغه مالي ملاتړ وي، احساساتي ملاتړ وي، تخنیکي یا تخصصي ملاتړ وي، لږ تر لږه له خپلې کورنۍ، کاري چاپیریال یا شاوخوا سیمو څخه یې پیل کولی شوو.
زما پیغام دا دی چې د افغان نجونو او مېرمنو غږ جدي وګڼل شي. د هغوي غږ واورئ او عملي ګامونه پورته کړئ. اندېښنه او پښېمانتیا لږه څرکنده کړئ، خو د افغانستان د نجونو او مېرمنو تر څنګ ودرېږئ او حقونه یې خوندي کړئ. دغه حقونه په تېرو ۲۰ کلونو کې د افغانانو او نړیوالې ټولنې له لاس ته راوړنو څخه وو. تر ۴۰ زیاتو هېوادونو په افغانستان کې پانګونه کړې وه او هغوي باید لږ تر لږه دغه حقونه خوندي وساتي او اجازه ورنکړي چې تېری ورباندي وشي.
