زما بشپړ ژوند بدل شو. زه هغه څه نه شم ترسره کولی چې مخکې مې کولی شول او مېرمنې له هر لوري له محدودیت سره مخ دي.
Adiba
ادیبه په ریاضیاتو کې تر لېسانس زده کړې لري او په سوداګرۍ او اداره کې ماستري لري. نوموړې په دولتي او خصوصي پوهنتونونو او ادارو کې د تعلیم په برخه کې ۱۱ کاله کار کړی دی په داسې حال کې چې د یوې مدني فعالې په توګه هم بوخته وه او تازه یې له یوې افغان نادولتي مؤسسې سره د جنډر مشاورې په توګه هم دنده درلوده. سره له دې، واک ته د طالبانو تر رسېدلو او د ۲۰۲۲ کال په ډېسمبر کې پر مدني ټولنو تر بندیز وړاندې، هغه اړ شوه چې خپل کار او د مېرمنو اړتیاوو او حقونو لپاره وکالت په پټه وکړي.
د طالبانو تر واک ته رسېدلو وړاندې ما په یوه نړیوال ښوونځي کې لوړ موقف درلود. ما له یوې نادولتي مؤسسې وروسته له وخته د جنډر مشاورې په توګه هم دنده درلوده. څنګه چې زه د سوداګرۍ او ادارې په برخه کې پر ماسترۍ بوخته وم، ما د لوړو زده کړو په یوه خصوصي مؤسسه کې د ښځینه کارکوونکو د کار – ژوند توازن اغېزمنوونکو فکتورونو په اړه یوه مقاله ولیکله. دغه مقاله په یوه نړیوال ژورنال کې خپره هم شوه.
زه اوسمهال د یوې نادولتي مؤسسې پروژې لپاره د اړیکو په دفتر کې د رسیدګۍ د مامورې په حیث کار کوم. له دې پرته، زه د مېرمنو د ډېرو ډلو غړیتوب هم لرم چې د وکالت په برخه کې کار کوي. زه د یوې مؤسسې د تعلیم او روزنې کمېټې مشري کوم او همدا راز په افغانستان کې د بشري مرستې او سیاسي خپلواکۍ په اړه د یوه کتاب پر یوه څپرکي هم کار کوم.
د طالبانو له واک ته رسېدلو راهیسې، مونږ په پنځو زونونو کې ۱۱ غونډې جوړې کړي دي. اوسني واکمن زمونږ په غونډو کې موجود وو او هغه ستونزې او ننګونې یې واورېدلې چې خلک ورسره اوسمهال مخ دي. په هره غونډه کې، له ۳۰ تر ۵۰ سلنه ګډونوال مېرمنې وې.
هر څوک چې په هر مسلک کې کار کوي، د مېرمنو ملاتړ کولی شي. د مېرمنو په توګه، مونږ کولی شوو چې په رسمي او نارسمي طریقو خپل د وکالت کار ته دوام ورکړو. یو شاعر/ شاعره او لیکوال/ لیکواله کولی شي چې د مېرمنو په اړه شعرونه ووايي او لیکنې وکړي، یو ښوونکی/ ښوونکې کولی شي چې د زده کوونکو پوهاوی زیات کړي. مونږ په کابل او ولایتونو کې له مېرمنو سره اوونیزې انلاین غونډې تنظیم کړې او هغوي ته مو هیله او مورال ورکړ. مونږ د مېرمنو لپاره انلاین رواني روزنه چمتو کوو څو هر څوک – نارینه او ښځینه – په هره برخه کې له خپل موقف او پوهې څخه د مېرمنو ملاتړ لپاره ګټه واخلي.
