زمونږ بشپړ ژوند بدل شو. مونږ اوس په پټه کار کوو

Marzia
د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالي ماموره، کابل

د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې واک ته د طالبانو تر رسېدلو مخکې، مرضیې د کابل په یوه دولتي روغتون کې د بحران په مرکز د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي د مامورې په حیث دنده درلوده. اوس هغه اړ ده چې خپل کار ته په پټه دوام ورکړي او نه توانیږي چې د نوموړي مرکز خدماتو ته وده ورکړي په داسې حال کې چې اړتیا یې ډېره شوې ده. نوموړې هغه ډېر بدلونونه را یادوي چې د هغې د کار، ازادۍ او لوړو زده کړو د سر ته رسولو په برخه کې را منځته شوي دي

د اوس او پخوا تر منځ ډېر توپير موجود دی. مونږ اړ شوو چې د مرکز نوم بدل کړو او مونږ یې څرګندولی نه شوو چې د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي قربانیانو ته رسېدګي کوي. د دې پر ځای، مونږ باید ووایو چې دا یو ’ټولنیز مرکز‘ دی. 

زه پر خپله پخوانۍ دنده پاتې یم، خو توپیر دا دی چې زه اوس څرګندولی نه شم چې دنده مې څه ده، آن د تاوتریخوالي قربانیانو ته یې هم نه څرګندولی نه شم. مونږ له هغوي سره د طبي او رواني – ټولنیزو فعالیتونو له لارې د مرستې کولو هڅو ته دوام ورکوو. تر دې مخکې، هر چا ته مو ویلی شول چې د مرکز دنده څه ده او څّه ډول خدمات وړاندې کوي. 

هیڅوک، آن د روغتون مدیریت هم، د مرکز په اړه نه پوهیږي ځکه چې هغوي خپله هم طالبان دي. مونږ ډېرې قضیې درلودلې چې طالبان زمونږ مرکز ته راغلي وو. همدا راز د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي ډېرې قضیې هم شته، خو په رسمي ډول مرکز ته راجع شوي نه دي. پر مېرمنو ډېر بندیزونه موجود دي. 

په ځانګړي ډول د طالبانو تر واک ته رسېدلو وروسته، ټولې مېرمنې په دې اړه فکر کوي چې هغوي څه زده کړي دي او اوس خپلو هیلو ته نه شي رسېدلی. په شخصي توګه،

زه د ټولو هغو کلونو په اړه فکر کوم چې ما په زده کړو تېر کړل او داسې احساسوم چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د رامنځ ته شوو پېښو څخه وروسته هغه ټول کلونه ضایع شول.

 زه د زده کړو او هؤیت د له لاسه ورکولو احساس کوم. ما غوښتل چې په یوه ښه نړیواله نادولتي مؤسسه کې دنده ترسره کړم. دا زما ارمان او هیله وه. ما په تېر وخت کې زده کړې کولې او د لوړو زده کړو سر ته رسولو ارمان مې درلود، خو اوس مېرمنې دندې نه شي کولی او پوهنتونونه بند دي. ما په پوهنتون کې د انګلیسي ژبې په برخه کې تحصیل کاوه، خو له کله راهیسې چې پوهنتون بند دی، مېرمنې پر کور ناستې دي.

البته زه اوس هم په پټه کار کوم. مونږ په هر هغه ډول چې کولی شوو، د افغان مېرمنو ملاتړ لپاره کار کولو ته دوام ورکوو. په دې برخه کې، په ځانګړي ډول زما د کار په ساحه کې، ډېرې ننګونې موجودې دي. 

تر هغه چې دغه رژیم په واک کې وي، په هېواد کې د مېرمنو د راتلونکي لپاره هېڅ هیله نه تر سترګو کیږي. البته که حکومت بدل شي، یو څه هیله به هم پیدا شي. 

د هغو مېرمنو لپاره باید بورسونه/ سکالرشېپونه چمتو شي چې زده کړې کول غواړي او هغو مېرمنو ته کار پيدا شي چې ملاتړ ته اړتیا لري. هر څوک باید د دندو په چمتو کولو سره د افغان مېرمنو ملاتړ لپاره یوه لاره ومومي. نړیواله ټولنه باید خپل ملاتړ بند نه کړي او افغان مېرمنو او سړو ته د دندو چمتو کولو هڅه وکړي.

راتلونکې کیسه
که انسانیت په ریښتیني ډول مړ نه وي، نړیواله ټولنه باید د افغانستان وګړو ته پاملرنه وکړي. هغوي باید د یوه نسل د له منځه تللو اجازه ور نه کړي