که انسانیت په ریښتیني ډول مړ نه وي، نړیواله ټولنه باید د افغانستان وګړو ته پاملرنه وکړي. هغوي باید د یوه نسل د له منځه تللو اجازه ور نه کړي
Sodaba
ما په دولت کې د یوه مشورتي بورډ د اجرائیه رئیسې په توګه دنده درلوده. تر هغه مخکې مې په مختلفو دولتي او خصوصي ښوونځیو کې د ښوونکې او مدیرې په توګه دنده ترسره کوله.
اوس زه د یوې ترهګرې او مغروره ډلې پر وړاندې د مېرمنو د حقونو فعاله یم او زه به د ټولنیز عدالت او د مېرمنو حقونو لپاره په مبارزه کې زړه نا زړه نه شم.
تېر کال زما په ژوند کې تر ټولو مهم بدلون زما د هیلو بربادېدل او د خپلې دندې له لاسه ورکول وو، چې زما ماشومان ښوونځي تر دې وروسته ښوونځي ته نه شي تللی. دغو منفي بدلونونو وهڅولم چې د دغو حقونو د بېرته ترلاسه کولو لپاره مبارزه چټکه کړم.
په افغانستان کې زما لپاره تر ټولو مهمه موضوع د یوې ترهګرې ډلې له لورې د مېرمنو له مخې لیرې کول دي، چې نړۍ یې هم په اړه غلې ده او د افغان مېرمنو غږ یې له پامه غورځولی دی. مونږ لا هم پر دغه ستونزه کار کوو او پر وړاندې یې مبارزه کوو.
مونږ یوازې د مېرمنو د کار لپاره نه، بلکې د مېرمنو د ټولو حقونو لپاره مبارزه کوو.
له یوه کال زیاته موده وشوه، چې مونږ له ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې سره خبرې کوو او چیغې ورته وهو چې د افغان مېرمنو مرسته وکړي. له بده مرغه، هغوي زمونږ غږونه نه اوري او داسې ښکاري چې هغوي افغانستان او افغان مېرمنې هېرې کړي دي.
