راتلونکې لپاره زما هیله دا ده چې زما زده کوونکې بېرته خپل ښوونځي ته لاړ شي

Zakia
ښوونکې، فاریاب

ما په یوه خصوصي لېسه کې د ښوونکې په توګه دنده درلوده او د وروستي کال ټولګیو ته مې تدریس کاوه. ما به په خپل کور کې بې سواده مېرمنو ته هم ښوونه کوله. ما تر ۲۰ زیاتې زده کوونکې درلودې او هغوي د درس ویلو او زده کړې کولو لامله ډېرې خوشحاله وې.

له بده مرغه، وروسته تر دې چې اوسنیو چارواکو د هېواد واک ونیو او مېرمنې یې له کار کولو منع کړې، زه اړ شوم چې پر کور کېنم او هیڅ چېرې د ښوونې لپاره تللی نه شوم. اوسني چارواکي زما کور ته راغلل او راته و یې ویل چې په کور کې هم تدریس و نه کړم. زه اړ شم چې همداسې وکړم. 

اوسمهال زه کومه دنده نه لرم. زه هېڅ کوم معاش یا عاید نه لرم. ما له خپلې کورنۍ او ورونو/ خویندو سره د معاش په اخیستلو مرسته کوله، خو اوس نه پوهېږم چې څه ډول ګذاره وکړم او خپلواکه پاتې شم او د خپلې کورنۍ، ټولنې او ځان لپاره کار وکړم.

زما پخوانۍ زده کوونکې راته وايي چې هغوي د خپل راتلونکي لپاره ډېرې هیلې لري، خو اوس خپلو زده کړو ته دوام نه شي ورکولی. زه د یوې روښانه راتلونکې درلودلو لپاره د هغوي د هیلو او سخت کار په اړه فکر کوم. هغوي مې ډېر یادیږي او پوهېږم چې هغوي ډېر غمجن دي او له رواني ستونزو کړیږي. هغوي نهیلي شوي دي او زه یې په اړه ډېره اندېښمنه یم. 

کله چې طالبان حاکم شول، مونږ یې ښوونځیو ته له تګ منع کړو، خو ما لا هم له کور څخه زده کوونکو ته تدریس کاوه. هغوي خوشاله وې چې له کور څخه خپلو درسونو ته ادامه ورکوي.

خو اوس هر څه بدل شول او زه نه پوهېږم چې دغه وضعیت څه ډول اداره کړم.

راتلونکي لپاره زما هیله دا ده چې زما زده کوونکې بېرته خپل ښوونځي ته لاړې شي. هغوي د افغانستان راتلونکی جوړوي، راتلونکې رهبرانې، ډاکټرانې او انجینرانې دي. 

نړیوالې ټولنې ته زما یو پیغام دا دی چې: مونږ تر شا مه پرېږدئ. له افغان نجونو او مېرمنو سره ودرېږئ او ملاتړ یې وکړئ. هغوي تر شا مه پرېږدئ او مونږ سره د زده کړې د بدیلو لارو په برخه کې مرستې وکړئ.

راتلونکې کیسه
زه له مېرمنو پرته هېڅ هېواد ښکلی نه وینم.