زه له مېرمنو پرته هېڅ هېواد ښکلی نه وینم.
Shogufa
د طالبانو تر رارسېدو وروسته، د ښځینه زده کوونکو نږدې ټول فعالیتونه بند شول. ټولې هغه کمېټې اوس منحل شوي دي چې مونږ پکې فعالیت درلود. تر طالبانو مخکې، ټول ځوانانو سړو او ښځو ډله ییز کار کاوه. په پوهنتونونو کې د جنسیتونو بېلوالي دغه فعالیتونه صفر درجې ته را ښکته کړي دي. په ډېرو پوهنتونونو کې د اووم او اتم سمستر ښځینه محصلینو لپاره د انټرنشپ پروګرامونه لغوه شوي دي. دا له دې امله چې مېرمنې له محرم پرته یوازې له پوهنتون څخه بیرون د ساحوي یا ډله ییز کار لپاره د سفر کولو اجازه نه لري.
له ټولنې څخه د جلا والي احساس کوم. مونږ لپاره نوموړې پروژې د دې لامل کېدلې چې د افغانستان او افغان مېرمنو پر یوه غوره راتلونکې باور ولرو. دغه ټولې هیلې له منځه لاړې.
اوس مونږ د ژوندي پاتې کېدلو لپاره ځانونه هیله من ښیو. په حقیقت کې هيڅوک ډاډه او هیله من دی چې د مېرمنو د ژوند وضعیت به بدل یا بهتر شي آن که طالبان له واک څخه لیرې او لاړ هم شي. د دې تر څنګ چې مېرمنې په دغه ډول پوهنتون کې تحصیل او کار کوي، هغه څه چې ما تر دې دمه تجربه کړي دي، ټول نهیلي کوونکي دي.
آن تر طالبانو مخکې، د پوهنتون اداره او زعامت د سړو په لاس کې و. د ښځینه پرفیسورانو او لېکچررانو لږ قدر کېده او د ودې کولو یا په زعامت کې د برخې درلودلو لږ فرصت یې درلود. مېرمنو ته آن دا اجازه هم نه وه چې په لوړه کچه تدریس وکړي. اوس تر هغه بدتر وضعیت راغلی دی. په هېواد کې د نوي وضعیت لامله ډېر علمي کارکوونکي اړ شول چې له هیواده بیرون ووځي. اوس، نارینه استادان باید نارینه محصلینو ته او ښځینه استادانې باید ښځینه محصلینو ته تدریس وکړي. دغه ټول بدلونونه د پوهنتون اعتبار ټیټوي.
پوهنتون ته داخلېدلو لپاره د طالبانو له لورې ښودل شوی حجاب اغوستل د فشار یو جدي لامل دی. هر ځل چې مونږ د پوهنتون دروازې ته رسیږو، اندېښمن یو چې ایا د ننوتلو اجازه به راکړل شي که یه. مونږ له دې وېرې سره ژوند کوو چې هغوي ښايي سبا ته ټولګیو ته د تللو اجازه رانکړي.
تېر کال مونږ ټول له یو نه یو ډول رواني ستونزو سره مخ شوو. زه خپله نهیلې یم. تر طالبانو وړاندې، که بشپړ عملي هم نه وو، مېرمنو لږ تر لږه د قانون په کتابونو کې یو څه حقونه درلودل. هغوي پخپله خوښه د کالیو اغوستلو اجازه درلوده.
له کوم وخت راهیسې چې طالبانو بیا واک نیولی دی، د هغوي د سیاست تمرکز د مېرمنو پر استازیتوب کولو او هغوي لپاره د کالیو د انتخاب پر تحمیلولو دی. د طالبانو د سیاست تمرکز له ټولنیز ژوند څخه د مېرمنو په لیرې کولو او د هغوي پر بدنونو کنترول درلودل دي. پر لومړۍ ورځ، د طالبانو په فرمان کې راغلل چې ټولې ښځینه زده کوونکې او محصلینې باید د اسلامي شریعت مطابق کالي واغوندي. اسلامي کالي کوم دي؟ د هغوي موخه دا وه چې مېرمنې باید اوږد تور حجاب، تور نقاب، تور ماسک او تور څادر واغوندي.
په ۱۹۹۰ یمو کلونو کې د طالبانو په لومړي دور کې، ډېرو مېرمنو د طالبانو له لورې له تحمیل شوو نامناسبو کالیو سره ځان عیار کړی و، خو زمونږ نسل به دې ته چمتو نه شي. ډېرې مېرمنې اوس هم پخپله خوښه کالي اغوندي. سره له دې، هغوي لا هم له طالبانو ویریږي او له دې وېرې خپل مخونه پټوي چې و نه پېژندل شي. مونږ هغه مهال له طالبانو ویریږو چې احتجاجونو ته ځو یا د یوه عسکر په مخ کې تېریږو. مونږ ډاډه نه یو چې له وهلو پرته د هغوي تر مخ تېرېدلی شوو. ما د خپلو کالیو سلیقه بدله کړې نه ده، خو زه هر ځل په وېره کې یم.
د دې اورېدل ډېر سخت وو، چې د طالبانو د فرمان له مخې هېڅ ښځینه زده کوونکې له محرم پرته د ګرځېدلو اجازه نه لري او د ټکسي هیڅ چلوونکی اجازه نه لري چې داسې مېرمن موټر ته پورته کړي چې نارینه ورسره نه وي. دا اندېښمنوونکې ده چې هره ورځ په دې اړه ډېر فکر وشي چې څه ډول کالي باید واغوستل شي څو د طالبانو له لورې له نیولو او وهلو څخه وژغورل شوو.
زما هغه وېروونکې ورځ په یاد ده چې پوهنتون ته د ازموینې لپاره تللم. ما یوه ټکسي نیولې وه. پوهنتون ته زما پر لاره د طالبانو د تالاشیو په نقطو کې وېرېدلم چې و مې نه دروي ځکه چې زه به له ازموینې پاتې شم. ما پر خپله ازموینه هم تمرکز نه درلود.
په هغه او بله هره ورځ زه وېرېږم او په کوڅو او سرکونو کې د طالب عسکرو تر مخ تېرېدلو پر مهال اندېښمنه یم. زه فکر کوم دا وېره او اندېښنه نه، بلکې غوسه ده. زه له دې امله ډېره غوسه یم چې د وضعیت د بدلولو توانايي نه لرم. د دغې غوسې لامله خپل ورځني کارونه سر ته نه شم رسولی. زه هره ورځ هوډ لرم چې سخت درس ووایم او غوره راتلونکی ولرم، خو بېرته کور ته پر لاره چې د ښار وضعیت، د مېرمنو بدمرغي او په ټولنه کې خپره نهیلي ووینم، بدن مې له حرکت ولویږي.
زما د ژوند تر ټولو بده خاطره څو ورځې مخکې هغه مهال رامنځته شوه کله چې د هرات پوهنتون ښځینه محصلینو د هزاره ټولوژنې په اړه د پوهاوي زیاتولو په موخه یوه مظاهره تنظیم کړې وه. ما تر دغه مهاله د ډزو غږونه له دومره نږدې واټن نه وو اوریدلي. زما دننه غوسه او اندېښنه له حده زیاته وه. ما په دې اړه فکر کاوه چې څنګه یو څوک په دومره اسانه د یو چا د وژلو او سر غوڅولو خبره کوي؟ زمونږ تر منځ یوه مظاهره کوونکې مېرمن مېندواره وه. هغې مقاومت نه درلود او بې هوښه شوه. مونږ هغه روغتون ته ورسوله.
زه فکر نه کوم په افغانستان کې هغه ډول راتلونکی درلودلی شم چې ما د ځان لپاره تصور کړی و. مهمه نه ده چې دغه هېواد ته نور څه ډول حاکمان یا حاکم سیستم رازي، زه دلته نه شم پاتې کېدلی. ځینې یادونه او تجربې د هېرېدلو وړ نه وي.
بله مهمه موضوع دا ده چې خلک په تېرو دوو لسیزو کې هم ډېر بدل نه شول. د مېرمنو له خوځښتونو پرته، د وګړو ډېری برخه بدله شوې نه ده. وضعیت ورځ تر بلې د خرابۍ پر لور روان دی. زه له دغه ډول ټولنیز حالت سره ژوند نه شم کولی. ډېرې مېرمنې له هېواد څخه د وتلو فرصت نه لري. ټولې په هېواد کې د وضعیت د بدلون لپاره په بې صبرۍ انتظار کوي.
د تېر کال پېښو هر چا ته وښودله چې د افغانستان مېرمنې د ۲۰ یا ۲۵ کلونو پخوانۍ مېرمنې پاتې نه دي. اوسمهال وروستۍ هیله په هېواد کې د مېرمنو موجودو خوځښتونو ته ده. مونږ په تېر کال کې د افغان نارینه وو له لورې هېڅ ملاتړ و نه لید. زه باور لرم چې مېرمنې د ډېر څه بدلولو وړتیا لري، لکه په ایران کې تازه مظاهرو ته نظر وکړئ. عصري وسایلو او ټولنیزو رسنیو ته د مېرمنو لاسرسی له هغوي سره مرسته کوي چې له خپلو بنسټیزو حقونو څخه خبرې شي. دا په دقیق ډول هغه څه دي چې د مېرمنو د سیمه ییزو خوځښتونو تر منځ یووالی رامنځته کولی شي. که دا په همدې ډول دوام وکړي، طالبان به اړ شي چې ځینې بندیزونه بېرته لیرې کړي.
نړیوالې ادارې باید پر طالبانو فشار راوړلو ته دوام ورکړي. د تاریخ په اوږدو کې، په افغانستان کې واکمن په لنډو مودو کې یو په بل پسې راغلي دي. زه باور لرم چې مېرمنې خپل د خوځښت، کار او ازادۍ حقونه ترلاسه کولی شي. یو څوک تر دې د زیات څه توقع نه شي کولی. یوازینۍ هیله داسې ډیموکراسۍ ته ده چې د مېرمنو لپاره ازادي ډاډمنوي.
