ما د خپل هېواد لپاره ډېر کلونه خدمت کړی دی، خو داسې احساسوم چې اوس له ما سره د مرستې او لاسنیوي لپاره هېڅوک نشته.

Afsoon
داکتره او د مېرمنو د حقونو فعاله, هرات
© Nanna Muus
کله چې طالبان حاکم شول او نادولتي مؤسسې یې بندې کړې او محدودیتونه یې ورباندې ولګول، زه پر ژور خپګان اخته شوم او تر اوسه د خپلې راتلونکې په اړه سخته اندېښنه کې یم

ما له تېرو ۱۵ کلونو راهیسې په افغانستان کې کار کړی دی او د مېرمنو، نجونو او ماشومانو ملاتړ مې کړی دی. ما په پاکستان کې تر درېیم ټولګي زده کړې کړې وې او د وضعیت تر عادي کېدلو وروسته مې کورنۍ افغانستان ته ستنه شوې وه او خپلې زده کړې مې په هېواد کې ترسره کړې وې. 

ما په یوه دولتي پوهنتون کې ژورنالېزم او په یوه خصوصي پوهنتون کې قابله ګي لوستي وو. ما پخپل نوم یو پروډکشن هم درلود، چې ډېرو مېرمنو ته یې دندې چمتو کړې وې. ما د هغوي ماشومان په یوه خصوصي ښوونځي کې داخل کړي وو. 

د طالبانو تر حاکمیت وروسته مې خپله دنده له لاسه ورکړه او اوس نه توانېږم چې ځینې فعالیتونه د مالي او امنیتي ستونزو لامله له کور څخه ترسره کړم. زه په هغه ډول د مېرمنو او نجونو ملاتړ نه شم کولی، چې مخکې مې کوه. زه اوسمهال له مالي ستونزو سره هم مخ یم او دغو ستونزو زما پر روغتیا هم اغېزه کړې ده. 

ما ډېره هڅه وکړه چې مېرمنو او نجونو ته په انلاین بڼه ځینې تعلیمي ټولګي چمتو کړم، خو د انټرنټ او وایرلس/ بې سیمه اړیکې ستونزو لامله و نه توانېدم. البته زه په خپله سیمه کې ځینو ماشومانو ته پخپله درس وایم. همدا راز، زه د هغو ماشومانو لپاره د سرپناه او خوړو چمتو کولو کې علاقه لرم چې والدین یې له لاسه ورکړي وي. 

په هغه ولایت کې چې مونږ اوسېږو، اوسمهال مو د روغتیايي پوهاوي پروګرامونه پیل کړي دي. زه هره ورځ نږدې کلیو ته ځم او مېرمنو ته د روغتیا، په ځانګړي ډول د تغذیې ستونزو په اړه، پوهاوی ورکوم چې مېرمنې او د هغوي ډېر ماشومان ورڅخه کړیږي. 

ما غوښتل چې د نړیوالو اړیکو په برخه کې ماستري هم وکړم او اوس چې زه یوه ډاکټره یم، غوښتل مې چې تخصص هم وکړم، خو له بده مرغه د اوسني وضعیت لامله نه توانېږم چې دوام ورکړم. ما یو شرکت درلود، د مېرمنو ملاتړ مې کوه او غوښتل مې چې نورو ولایتونو ته یې هم وغځوم. د طالبانو تر حاکمیت مخکې، مونږ په ۱۱ ولایتونو کې فعالیت درلود. خو اوس یې نه شم کولی.

زما پیغام دا دی، چې پر افغانو مېرمنو بندیز مه لګوئ. هر کله چې افغان مېرمنو غږ پورته کړی دی، په مختلفو طریقو یې غږ خپ کړای شوی دی. 

مونږ له نړیوالو او ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې او د افغانستان له نورو متحدینو غواړو چې د افغان مېرمنو او نجونو ملاتړ وکړي. زه فکر کوم چې ادارې، نادولتي مؤسسات او د ملګرو ملتونو هغه ادارې چې له مېرمنو سره مرستې کوي، باید مېرمنو او نجونو ته لا ډېر فرصتونه چمتو کړي څو هغوي لپاره د هیلې یوه کړکۍ پرانیستل شي او اوسنی حکومت وپوهوي چې مېرمنې هم په دغو سکتورونو کې کار کولی شي او دا چې د مېرمنو ژوند به تر هغه وده و نه کړي چې د مېرمنو په لاس ورسره مرسته و نه شي.

راتلونکې کیسه
له ټول ظلم، بې عدالتۍ، سخت ګیرۍ او ستونزو سره سره، زه خپل مزل ته دوام ورکوم. زه غواړم چې یوه بدلون راوړونکې شم.