له ټول ظلم، بې عدالتۍ، سخت ګیرۍ او ستونزو سره سره، زه خپل مزل ته دوام ورکوم. زه غواړم چې یوه بدلون راوړونکې شم.
Mobina
زه د جوزجان پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي د فزیک څانګې د دویم سمستر محصله یم. پر جوزجان د طالبانو تر حاکمیت مخکې، مونږ په ښار کې اوسېدلو، خو تر هغه وروسته خپل کلي ته لاړو. په کلي کې مو قتصادي وضعیت ډېر بد شو، نو ځکه ایران ته پر کډوالۍ مجبور شوو.
د طالبانو تر حاکمیت څخه څو میاشتې وروسته د جوزجان پوهنتون بېرته پرانیستل شو، خو زه په ایران کې وم. ما له خپل یوه بلدي څخه وغوښتل چې پوهنتون ته ورشي او زما لپاره د یوه کال تعجیل غوښتنه وکړي، خو د پوهنتون چارواکو رد کړې وه. زه په هغه کال غیر حاضره وشمېرل شوم. مونږ له یو څه مودې وروسته بېرته افغانستان ته راغلو، له پوهنتون سره مې خپلې ستونزې حل کړې او بېرته مې خپل درسونه پیل کړل.
پوهنتون ته تر ستنېدلو وروسته مې ولیدل چې ډېر شیان، په ځانګړي ډول مېرمنو لپاره، بدل شوي دي. په دغو بدلونونو کې ځینې یې داسې وو چې مېرمنې یې اړ کولې چې برقه یا تور حجاب واغوندي، لوړ تلي درلودونکی پیزار په پښو نه کړي، یوازې تور بوټان په پښو کړي، د کمپس شاوخوا بې ضرورته و نه ګرځي، خپل ګرځنده ټلیفونونه و نه کاروي او تر ټولو بده دا چې نالایقه او بې کفایته استادان ګمارل شوي وو.
زه د اورېدلو ستونزه لرم. په ایران کې مې غوښتل چې درملنه یې وکړم، خو د ډاکټر نمبر درې میاشتې وروسته و او ډېر لګښت یې درلود. زما د غوږ عملیات و نه شول او مونږ بېرته افغانستان ته راغلو. زه اوس هم د اورېدلو له ستونزې کړېږم او غوږ مې درد کوي.
په عین وخت کې، د پوهنتون چاپېریال کې انسان د ډېر ناخوندیتوب احساس کوي. طالبان له مونږ غواړي چې برقه یا تور حجاب واغوندو. مونږ اجازه نه لرو چې له برقې یا تور حجاب اغوستلو پرته پوهنتون ته داخل شوو. یو څوک نه شي کولی چې هره ورځ یو ډول تور کالي واغوندي ځکه ځینې وختونه چټلیږي یا خرابیږي. ما یوه ورځ بل رنګ حجاب اغوستی و، پوهنتون ته اجازه رانکړل شوه. ما د پوهنتون د دروازې له محافظینو طالبانو سره ډېر جنجال وکړ، په پای کې د داخلېدو اجازه راکړل شوه.
د جوزجان هغه ښځینه زده کوونکې چې سږکال یې د کانکور په ازموینه کې ګډون کړی و، ډېرې زحمت ایستونکې زده کوونکې وې. هغوي د کابل یا مزار شریف طب پوهنځیو ته بریالۍ شوې دي [خو هلته سفر نه شي کولی]. هغوي ډېرې مستحقې وې. هغوي باید د پکتیا یا ننګرهار طب پوهنځیو ته استول شوې وای. دغه کار مېرمنې نهیلې کړې.
مونږ باید له هر چا او هر وخت زیات سخت کار وکړو. زه د اورېدلو له ستونزې سره سره، پوهنتون ته حاضرېږم. زه باید د خپل غوږ درملنه وکړم، خو اقتصادي ستونزې لرم او توان یې نه لرم.
اوسمهال په پوهنتون کې نجونې په ډېر سخت وضعیت کې دي. څو ورځې مخکې، د طالبانو له لورې نوې لارښوونې راورسېدې. له مونږ څخه وغوښتل شول چې د ډیزاین شوو حجابونو له اغوستلو ډډه وکړو. حجاب باید یوازې او یوازې تور رنګ ولري. مونږ څه ډول کولی شوو چې د هغوي د غوښتنې مطابق هر ځل نوي حجابونه واخلو؟ په ځانګړي ډول په دغه بد اقتصادي وضعیت کې، ځکه چې د طالبانو تر حاکمیت لاندې ډېر خلک دندې نه لري.
ولې د کابل په یوه تعلیمي مرکز کې پر نجونو بمونه وچاودېدل؟ هغوي ولې دغه کار ترسره کړ؟ هغوي ډېرې هیلې درلودې. ایا تصور کولی شئ چې د هغوي پر والدینو به څه تیریږي؟ په عمومي ډول، نجونې په ډېر سخت وضعیت کې دي. مونږ باید څه وکړو؟ څوک زمونږ غږ اوري؟
زه ډېر وخت کېناستلی نه شم. که چېرې ډېر وخت کېنم، غوږ مې درد کوي. زه برقه هم ډېر وخت اغوستلی نه شم ځکه چې په ښه ډول ساه پکې اخیستلی نه شم. ډېرې ستونزې موجودې دي، زه تا ته لومړی کومه یوه ووایم؟
کاش زما صحت ښه وای او خپلو زده کړو ته مې دوام ورکړی وای. کاش بریالی او په هېواد کې یوه بدلون راړونکې نجلۍ شم.
سره له دې، دغه هېڅ هیله د طالبانو تر حاکمیت لاندې پوره کېدونکې نه ده. طالبانو آن په بې طرفه ادارو کې هم مېرمنې له کار څخه منع کړي دي. طالبان ولې داسې کوي؟ ولې د دغو څوکیو لپاره مېرمنې نه ګماري؟ ولې له مېرمنو څخه د کار کولو حق اخیستل شوی دی؟ مېرمنې خپلې دندې په ډېر ښه ډول سر ته رسولی شي.
