د اګست میاشتې تر ۱۵ مې نېټې وروسته، تر ټولو مهم بدلون دا دی چې زمونږ پر ژوند وېره حاکمه ده او د امنیتي تهدیدونو په شمېر کې زیاتوالی راغلی دی. زه تل په وېره کې یم
Zarina
لس کاله پخوا له پوهنتون څخه تر فراغت وروسته، ما د ټولنیزو سکتورونو، کمیونېکېشن او بشردوستانه پروګرامونو په برخو کې بېلا بېلو مؤسسو لپاره کار کوه. د حکومت تر پرځېدلو وروسته، زما د کورنۍ اقتصادي او رواني وضعیت په بشپړ ډول ویجاړ شو.
زما مېړه د ولسي جرګې یوه وکیل لپاره د مشاور په توګه کار کوه او په خپل ولایت کې یې مختلف شرکتونه درلودل، خو د حکومت له پرځېدو سره زمونږ شرکتونه ولوټل شول.
زه اړ وم چې د خپلو دوو ماشومانو پالنه او ملاتړ په یوازې ځان وکړم ځکه چې زما مېړه د امنیتي تهدیدونو لامله د هېواد پرېښودلو ته اړ شوی و. ما تر هغه مهاله د بشري مرستو وېشونکې یوې مؤسسې سره کار کوه، چې طالبانو په نادولتي مؤسسو کې ښځې له کار کولو څخه منع کړې. نوموړې مؤسسې زمونږ قراردادونه لغوه کړه او اوس زه بې دندې یم.
د دې ټولو ستونزو تر منځ، تر ټولو ستره ستونزه ما ته رسېدلې صدمه/ ټراما وه. یوازې او په وېره کې ژوند کول زما لپاره یوه ستره ننګونه ده. زمونږ وېره یوازې له طالبانو څخه نه ده. زمونږ وېره له هغو محلي وګړو څخه وه، چې په تېر کې د دولت مخالفین وو، ځکه چې زما مېړه له تېر دولت سره دنده درلوده. زمونږ مخالفین له طالبانو سره یو ځای شوي وو څو مونږ وځوروي. هغوي ویل: ’که د هغې مېړه دلته نشته، کورنۍ خو یې شته، مونږ باید له هغوي څخه غچ واخلو‘.
ما یو ځل ولیدل چې طالبان له کوم لامل پرته یوه مېرمن وهي. مونږ مېرمنې ورغلو چې هغوي له دې کاره منع کړو. دا کار ستونزمن و، خو مونږ وکړای شول چې هغوي وهڅوو. د مېرمنو او د دغې ډلې لپاره په یوه چاپېریال کې کار کول او د مېرمنو له شتون سره د هغوي بلدېدل ستونزمن دي، خو ناشوني نه دي. زمونږ هڅې به رنګ راوړي. مونږ باید هڅه وکړو او وښیو چې مونږ هم د افغانستان د وګړو یوه برخه یو.
که چېرې سړي د مېرمنو ملاتړ وکړي، مونږ به مثبتې پایلې ترلاسه کړو. افغانستان یو نرواکه هېواد دی. که چېرې نارینه په نادولتي مؤسسو کې د مېرمنو تر څنګ ودریږي، د مېرمنو کارونه به بند نه شي. بشري مرستې د خلکو لپاره ډېرې اړینې دي او خلک پر همدې مرستو ژوند ته دوام ورکوي. که چېرې نارینه د مېرمنو د ملاتړ غږ پورته کړي، نو خامخا به هر څوک زمونږ ملاتړ وکړي، خو ما ولیدل چې سړي له مونږ پرته خپلو دندو ته لاړل او اکثرو مؤسسو هم له ښځینه کارکوونکو پرته خپلو کارونو ته دوام ورکړ.
