«هغوی زموږ کور او ټوله شته واخیستل او ان زما ۱۰ کلن زوی یې وواهه»
Anisa
«ما او مېړه مې، چې پخوا په کندوز ولایت کې د ملي امنیت د ریاست کارمند و، یوه اونۍ وړاندې تر دې چې طالبان واک ته ورسېږي، پرېکړه وکړه چې یو کور واخلو. موږ په دې پرېکړه ډېر خوشحاله وو او له خپلې کورنۍ سره مو له هوسا او خوشحاله ژوند څخه خوند اخیست. خو له بده مرغه دغه خوشحالي ونه پایېده.
د ۲۰۲۱ د آګسټ له ۱۵ وروسته، چې طالبان د افغانستان واکمنان شول، ټولو ښځو ته په کورونو د پاتې کېدو امر وشو او ما [د ښځو چارو ریاست کې] خپله دنده له لاسه ورکړه. مېړه مې له امنیتي ځواکونو سره د خپلې کاري سابقې په وجه ځان پټ کړ او زموږ ژوند ډېر خراب شو. موږ هر څه وبایلل او ناهیلۍ او سختۍ راباندې غلبه وکړه. موږ یوه تیاره او نامعلومه زمان ته ورننوتو چې وېره او اضطراب ترې چاپېر وو.
ډېر ډارېدلي وو ځکه چې زما د مېړه ځینې پخواني همکاران طالبانو ووژل. ما د کندوز له ښځو سره په مظاهرو کې برخه واخیسته او د طالبانو له خشونت سره مخامخ شو. طالبانو په دې اعتراضونو کې څو ځله سهي کړې ومه او دې خبرې زه له خطر سره مخامخ کړمه.
زه مجبوره شوم کابل ته وتښتم او د لاسنیوي څوک مې نه وو. ما څو شپې پر سړکونو تېرې کړې او د ژمي په یخ کې د خپلو بچیو د تودولو لپاره مې د سړک له غاړې لرګي او کاغذونه ټولول. له مېړه نه مې هېڅ خبر نه و او ما به هره شپه ژړل.
آخر مې د مېړه د مړینې بوږنوونکی خبر را ورسېد چې ما او زما بچیو ته سخت ګوزار و. موږ ته داسې وایسېدل چې د هغه له مرګ سره مو ژوند ختم شوی دی. زما د ژوند خورا غمجنه دوره شروع شوه. ان د هغه جنازه مې ونهلیده.
