«داسې احساس کوم چې ګواکې ګوتې او پنسلونه مې په زنځیرونو تړل شوي دي»
Anita
«مخکې تر دې چې طالبان واک ته ورسېږي، ما په روښانو رنګونو ښکلي انځورونه پنځول چې د افغانو مېرمنو درد او رنځ او د هغوی په وړاندې خشونت به یې انځورول. کله کله به مې د هغوی فوق العاده هیلې آرزوګانې هم انځورولې. پر انځورګرۍ سربېره، زه ښوونکې او همدارنګه د ښکلو هنرونو په پوهنځي کې د اوم سمسټر محصله وم.
کله چې طالبان واک ته ورسېدل، داسې احساس مې وکړ چې ختمه شوم. هغوی زموږ د هدفونو پر سر تورې تیارې ورېځې راوستلې. په حقیقت کې، زما ټول هنري ژوند ختم شو. داسې راته اېسېدل چې زما د ژوند آسمان او زما د هنر ټول رنګونه په تور رنګ اوښتي دي. ټولې هیلې مې بایللې وې. طالبانو په خپلو محدودیتونو زما له هنر سره زما عاطفي تړاو له منځه یووړ. اوس نو تر ۱۴ کلونو وروسته، د هنر او انځورګرۍ له دنیا سره پردۍ شوې یمه.
طالبان نور راته د انځورګرۍ اجازه نه راکوي؛ هغوی د دې دنیا ټولې دروازې بندې کړې دي. هغوی چې هر هنري اثر ته ورسېږي، له منځه یې وړي او له هر انځور سره چې دوی یې ختموي، زه هم ماتېږم او پرځېږمه.
اوس هرڅه راته تور ښکاري او دا تر ټولو بد شی دی چې په خپل ژوند کې مې تجربه کړی او تجربه به یې کړم. زما باور دی چې که اوسنی وضعیت وپایي، د افغانو مېرمنو راتلونکې به له ورانۍ پرته بل څه نه وي.
زما ملګرو مېرمنو! هېڅ کله د ژوند په لوړو ژورو، په ټیټو جګو کې، ناهیلې کېږئ مه. په خنډونو به موږ هېڅ کله نه تم کېږو.
له نړیوالې ټولنې څخه غواړم چې موږ ته دې د مرستې لاس راوغځوي چې موږ افغان مېرمنې هم ولیدل شو.»
