«موږ اعتراضونه او اعتصابونه روان وساتل چې محدودیتونه وننګوو»
Asra
«زما هغه ورځې چې د کافي خوراک د موندلو لپاره مو مجادله کوله او هغه شپې چې په ویښه مو تېرولې او د مطالعې لپاره مو مناسب ځای نه درلود، یادېږي. یوازې د منابعو د نه شتون خبره نه وه؛ د کتابونو او قرطایسې د تأمینولو مالي فشار هم و. د ژوند د لګښتونو د پوره کولو لپاره مجبوره وم چې د ګاونډیانو په کور کې صفاکاري وکړم. له دې اقتصادي ستونزو، ستومانۍ او خوږو ترخو خاطره سره سره، وپایېدم.
کله چې له ښوونځي فارغه شوم، په پوهنتون کې د شاملېدو هیله مې انګېزه شوه. هڅه مې کوله چې د کانکور ازموینې ته ځان چمتو کړم. کله چې نتیجې اعلان شوې، د بریالیتوب ژور احساس مې درلود ځکه چې د خپلې خوښې، د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي ته منل شوې ومه.
خو هغه راتلونکې چې ما یې ډېر پخوا خوب لیدلی و، په یوه شپه کې د حکومت له سقوط سره له بېخه ونړېده.
له ځانه مې پوښتنه کوله چې د بېخوبۍ هغه بېرحمې شپې چې ما به کار کاوه، هسې بېګټې وې. د یوې ځوانې افغانې ښځې په حیث، د دې پېښو دروندوالی راته د زغملو نه و. دا تقریباً نه باورېدونکې وه چې د افغانستان د وګړو نیمايي برخه، د هغوی راتلونکې، ژوندۍ ښخېدله.
زموږ له مېړانې او ټینګ هوډ سره سره، کار مو چندانې مثبته نتیجه نه درلوده. برعکس، د طالبانو وسلهوالو ونیولو او بیا هله بېرته خوشې شوو چې د ضمانت پیسې مو پرې کړې.
موږ له دې ماتو څخه له ډار پرته، د محدودیتونو د ننګولو لپاره اعتراضونه او اعتصابونه روان وساتل. خو زموږ هڅو ډېره کمه نتیجه درلوده. له دې سختیو او بلاتکلیفۍ سره مخامخ ومه چې د افغانستان آنلاین پوهنتون ته مې لاسرسی وموند چې دا په تروږمۍ کې د رڼا څرک غوندې وه. په دې توګه مې خپل تحصیل وغځاوه او د زدهکړې مشال مې بل وساته.
راتلونکې ته چې ګورم، لا هم هیلهمنه یم چې یوه ورځ به د پوهنتونونو دروازې پرانیستل شي او په لوړ هوډ سره به خپلو زدهکړو ته ورستنه شم. له نړیوالې ټولنې څخه زما صمیمانه غوښتنه دا ده چې په افغانستان کې [د ښځو او نجونو پر مخ] د مکتبونو او پوهنتونونو د دروازو د پرانیستلو لپاره دې چټک او قاطع ګامونه پورته کړي. دا به د یوه آزاد افغانستان د بنسټ ډبره وي، د داسې افغانستان چې د تعلیم یافته نسل له پوهې به بډای شي. »
