«په داسې وختونو کې، مېرمنې باید هېڅکله تسلیم نشي، ځکه چې تل له سختو څخه د وتلو یوه لاره شته»
Athar
«د اګست له ۱۵مې وروسته د ښځو لپاره ټول فرصتونه له منځه ولاړل او د جمهوریت له سقوط سره سم، زموږ ټولې هیلې او کوښښونه خاورې شول. په هغه تیارو ورځو کې مې داسې انګېرله چې هر څه پای ته رسېدلي دي او د پرمختګ او ترقۍ لاره زموږ پرمخ بېخي تړل شوې ده. د یوې شېبې لپاره ډار او اضطراب مې پر ذهن سیوری وغوړاوه او تصور مې وکړ چې تر دې وروسته آزاده ژوند کول ګناه بلل کېږي.
هماغه شېبه، افغانستان راته د ځان او نورو تحصیلکړیو ښځو لپاره چې هیله یې لرله خپل کاري ژوند جوړ کړي او یا له مخکې په کارونو بوختې وې، یو ناامنه او د نه زغملو ځای ښکاره شو. ما چې کلونه دا هیله درلوده چې د زده کړو له خلاصولو وروسته به د ودانیو د انجینیرې په توګه خپلو خلکو ته کار کوم، د دې ناڅاپي بدلون سره زړه تورې شوم.
راتلونکی راته تیاره او نامعلوم ایسېږي، ځکه بریالیو مېرمنو د زده کړو او کار حق له لاسه ورکړی دی. زه ډېره اندېښمنه او غوسه وم چې زموږ د هېواد د مستعده مېرمنو او نجونو فرصتونه ضایع شوي دي.
ما غوندې کس ته چې له لیکلو او شاعرۍ سره لېوالتیا لري، ډېر کله، د زړه غوښتنې مې د لیکلو او شاعرۍ له لارې بیانوم. دا کار هم له غمجنو شېبو او بدو شرایطو ځنې د تېښتې ډېره ښه لاره ده.
کورنۍ باید له مېرمنو سره ودرېږي، د دوی د حقونو په غوښتولو کې ورنه ملاتړ وکړي او په داسې شرایطو کې یې یوازې پرې نه ږدي. ښځې باید له خپلو حقونو خبرې وي او له هغو استفاده وکړي.
که کولی شي، انلاین واړه کاروبارونه دې پیل کړي چې له اقتصادي پلوه او د ټولنیز وضعیت او کاري فرصتونو له اړخه ناهیلې نشي.
