«قاطع پرېکړه مې وکړه چې راپاڅم او له سره یې پيل کړم. دا وار دومره هوډمنه وم چې له مرګه هم نه وېرېدم او زړوره پاڅېدم چې مبارزه وکړم»
Atefa
«د طالبانو د حکومت د لومړي کال هغه بوږنوونکې شپه راته یاده ده چې د روښانه راتلونکې ټول امیدونه مې بایللي وو. د کانکور په آزموینه کې د ۲۸۰ نمرو په اخیستو او د خپلې خوښې پوهنځي (کمپیوټر ساینس) کې په منل کېدو، او پوهنتون ته د کامیاب شویو نجونو او هلکانو په لسټ د خپل نوم په لیدو، په خوشحالۍ کې ډوبه شوم.
سره له دې چې راتلونکې ته ډېره بدبینه او اندېښمنه وم، خو په پوهنتون کې د شاملېدو فرصت زما مخ ته د هیلې دریڅه خلاصه کړه او نوی لوری یې راکړ. زه د نوي پیل لپاره بېخي تیاره وم او ګاندې ته مې ډېرې هیلې درلودې. له هماغې ورځې مې ځان د سافټ ویر انجینیره ګڼله چې د افغانستان راتلونکې جوړوي. خو د دې خوب عمر ډېر لنډ و.
یوه ورځ د پوهنتون د بندېدو د غیرعادلانه پرېکړې له کبله زما ټولې هیلې له منځه ولاړې. زه مجبوره شوم هغه ټولې هیلې ښخې کړم، ځکه چې نجلۍ وم او هغو هیلو ته رسېدای نه شوم.
هغه تیاره او ترخه شپه ډېره ښه رایاده ده دا مې د ژوند له ډېرو دردوونکو خاطرو یوه ده. د کمپیوټرساینس پوهنځي په دویم سمسټر کې وم او ځان مې د سمسټر د پای آزموینې ته چې دوې ورځې وروسته اخیستل کېده، چمتو کاوه. د شپې ۸ بجې وې چې د یوې ټولګیوالې پیغام مې د ټولګي په واټساپ ګروپ کې ترلاسه کړ چې د پوهنتونونو بندېدو خبرتیا وه. کله چې مې خبرتیا ولیده، هکه پکه شوم. اول مې فکر کاوه چې ریښتیا به نه وي. خو لږ وروسته، ټولې ټولنیزې شبکې د پوهنتونونو د بندېدو له خبره ډکې شوې.
ورځې په نهیلۍ سره تېرېدې او د دې غم دروندوالي پر موږ فشار راوړه. خو دا د کیسې پای نه و.
له ټولو سختیو سره سره چې ورسره مخامخ شوم، د افغانستان په یوې رسنۍ کې مې کار پیل کړ چې د مېرمنو مسایل سپړي.
