«په نهیلۍ کې، له ناچارۍ مې هغه بار چې تل ترې وېرېدم، یعنې واده ومانه»
Deeba
«زما نوم دیبا دی، ۲۴ کلنه یم. له کوچینوالي مې په کورنۍ کې ستونزې او ډېر تاوتریخوالي لیدلي دي. پلار مې له مور سره د ورځې څو وارې بې کوم دلیله بد چلن کاوه. مور مې ټول دردونه زغمل، ته وا بله چاره یې نه وي. زه تل پټېدم، وېرېدم چې پلار به مې ما ته هم زیان رسوي. آن څو ځله یې د غوسې قرباني شوم. یو ځل له ناهیلۍ ان د ځان وژنې په فکر کې شوم، خو مور مې مخه ونیوله.
کور کې د ځوروونکو تاوتریخوالیو په لیدو مې ځان سره کلکه ژمنه وکړه: زه به تحصیل کوم او بریالی کس به جوړېږم. یو قوي هدف مې د دغه هوډ انګېزه و چې نه یوازې خپل ژوند بدل کړم؛ بلکې زرګونو پېغلو ته چې ورته ستونزې لري، قدرت وروبخښم. د واده فکر راته تل ځوروونکی و. زما یوازینی هدف زدهکړه او په درسونو کې بریا و چې د کانکور په سخته آزموینه کې کامیابه شم.
د کورنۍ له اقتصادي ستونزو او د ټولنې منفي فکرونو سره مخامخ وم، خو ټینګه ودرېدم. پوهنتون ته به هره ورځ څلور ساعته پیاده تلم، ځکه د ټرانسپورټ پیسې مې نه درلودې او اکثره به مې د غرمې ډوډۍ په دمه کې څه نه خوړل. همداسې مې په کلک هوډ ادامه ورکړه. داسې مې انګېرله چې خپلو هیلو ته رسېدلې یمه.
خو د پوهنتون په دریم کال، طالبانو زموږ ژوند ګډوډ کړ. هغوی نجونې له زدهکړو منع کړې. ټولې هیلې مې په اوبو لاهو شوې او احساس مې کاوه چې شته یم، خو ریښتیا ژوند نه کوم. لکه بې روحه شی وم چې په نهختمېدونکې خپکۍ کې مزل کوي.
یوه ورځ چې دوې محصلې راسره وې، دوو طالبانو وګواښلم. زما جامو ته غوسه وو. چې د استدلال هڅه مې وکړه چې خدای واړه آزاد پیدا کړي یو، یو یې وسله پورته او د وژلو ګواښ یې راته وکړ. زما د خاوند د مداخلې برکت و چې له دې خطرناک وضعیته وژغورل شوم.
نن، له کوره د ریاضي او ساینس خصوصي کورسونه تدریسوم، ځکه تصمیم لرم، له تعلیمه محرومو نجونو سره مرسته وکړم. زما هیلې که لړزاندې هم دي خو لا شته. هېڅ شی، نه واده او نه د طالبانو ځپونکی رژیم مې له خپل هدفه راوګرځولی شي.
