«موږ په یوویشتمې پېړۍ کې، د جهالت په تیاره کې ښخ شوي یو»
Fariba
«۲۳ کلنه یم او دولسم ټولګی مې تمام کړی. تحصیل مې هماغه وخت پيل کړ چې د پوهنتونونو دروازې زموږ پر مخ وتړل شوې. اوس وزګاره یم خو د طالبانو تر راستنېدو مخکې مې د ارتباطاتو د عامه پوهاوي په برخه کې کار کاوه. دغه محدودیتونه چې د ښځو او نجونو پر اساسي حقونو لګېدلي دي، موږ یې کمزورې کړې یو.
پخوا مو د کورنۍ اقتصاد ښه و او ما کار کاوه، حال دا چې پلار مې هم د دولت کارمند و. په خپلو معاشونو مو ښه ژوند درلود. خو د تحمیلي محدودیتونو له کبله مې خپله دنده له لاسه ورکړه او پلار مې هم له کاره وایستل شو.
یو وخت و چې موږ به د نورو لاسنیوی کاوه خو اوس پخپله نورو ته اړ شوي یو.
تر ټولو لوی بدلون دا دی چې ما خپله خپلواکي بایللې ده. زه وزګاره یم او پوهنتون ته نشم تلی. کله چې له محرم پرته سفر کوم، د ناامنۍ احساس کوم، څه چې پخوا مې نه حس کاوه. سره له دې چې تر دې پېښو مخکې هم ډېر مرګونه کېدل خو اقلاً د تحصیل او کار فرصت او د بیان آزادي مو لرل.
څه چې پر ما یې ډېر سخت اثر کړی دی، د خپلې دندې او د عاید د سرچینې له لاسه ورکول دي، هغه عاید چې د خپلې کورنۍ د لاسنیوي، په تېره بیا د خپلو وړو خویندو وروڼو په تعلیم به مې لګاوه. دغه غم مې له سترګو نه خوب وړی دی.
په تېرو دوو کلونو کې هېڅ بدلون نه دی راغلی او پر ښځو باندې محدودیتونه لا پسې سخت شوي دي. کله فکر کوم چې په دې تیاره وضعیت کې سړی څنګه هیلهمن پاتې کېدی شي. خو بیا هم، هیلهمنه یم او ځان ته ډاډ ورکوم چې تیاره به زر ختمه شي او ښځې نجونې به زموږ په ټولنه کې د کار او زدهکړې فرصتونه او خپل اساسي حقونه ترلاسه کړي.
