«طالبانو هڅه وکړه چې د وسلې په زور مو غلې کړي»

Fatema
د پوهنتون پخوانۍ استاده, کابل
A woman takes notes at a desk.
© Sayed Habib Bidell

د فاطمې لپاره، د پوهنتون د هغې استادې په توګه چې تر کلونو هڅو وروسته خپلې هیلې یعنې پوهنوالۍ ته رسېدلې وه، د آګسټ تر ۱۵مې وروسته هر څه بدل شول. خو د ډېرو شیانو له بایللو سره سره، دې د پاڅون او مقاومت پرېکړه وکړه.

«هغه ورځ مې ښه یاده ده. له بدلونونو ناخبره وم خو پوهنتون ته چې ولاړم، د ننوتو اجازه یې رانه‌کړه. هغه مې د ژوند خورا ترخه ورځ وه. ټولو اوښکې بهولې. داسې راته ایسېدل چې په خپل جهالت کې ښخ شوي یو. اوس خپل کتابونه د کور په یوه کوټه کې ساتم.

زما په ژوند کې خورا لوی بدلون دا دی چې نوره خپلواکه نه یم. هغوی رانه غرور او ویاړونه اخیستي دي. محصلانې چې راسره اړیکه نیسي، په اوښلنو سترګې پوښتي: «راتلونکي ته کومه هیله شته؟» پر دې سربېره مې د هغو نارینه محصلانو ملنډوزمه چلن سخته ځوروي چې یو وخت مې درس ورکاوه. اوس مجبوره یم مخ ورنه پټ کړم. دې وضعیت په ژورخپګان اخته کړم.

که مې افغانستان کې یو شی بدلولی شوای، هغه به د طالبانو ذهنیت و. د طالبانو تحمیلي محدودیتونو آرام رانه اخیستی.

د خپل ولایت په اعتراضونو کې مې څو ځله له خپلې کورنۍ سره برخه واخیسته. هر ځل خشونت راسره وشو. طالبانو هڅه وکړه په وسلو مو غلې کړي.

 څو تنه ټپي شول. طالبانو د خلکو ټیلفونونه اخیستل چې ویې څاري. زموږ د یوې همکارې ورور چې د هغې د ټیلفون د اخیستلو لپاره ولاړ، طالبانو اته اونۍ بندي کړ.

د پوهنتونونو دروازې چې راباندې وتړل شوې، له خپلو همکارانو او محصلانو سره د اعتراض لپاره پوهنتون ته ولاړم. طالبانو یو ځل بیا خشونت وکړ او هڅه یې وکړه چې زموږ غږ خپ کړي. خو څه چې ورسره مخامخ شول، د مقاومت لپاره زموږ هوډ او اراده وو.

ما سخت ټکان وخوړ، یوه نجلۍ په پښه لګېدلې وه، د بلې مخ په وینو سور و او بله ډبول شوې وه. هره معترضه کړېدلې وه.

طالبان چې زموږ له مقاومت سره مخامخ شول، وسلې یې وکارولې، هوايي ډزې یې پیل کړې چې موږ خواره کړي. که مې د خپل ژوند د پایښت کیسه لیکلای، نو همدا به مې لیکله چې اول ځل مې د مرمیو چلول او د ټوپک له خولې د لوګيو راوتل ولیدل. د ښځو له ټولو فداکاریو او مېړانې سره سره، لا مو خپل اساسي حقونه لکه د کار او تحصیل حق نه دي ترلاسه کړي. دا راته په نه‌رښتیا کېدونکي خوب اوښتی.

د خپلو هېواد ټولو نجونو ته مې پیغام دی چې پاڅېږئ او خپلې هیلې مه بایلئ. زه له دې ټولو سختیو سره سره، هڅه کوم د خپلو ښځمنو محصلانو لپاره د امید منبع اوسم. په دې لاره کې مې له نورو استادانو سره د نجونو لپاره آنلاین ټولګي جوړ کړي. زموږ د فعالیتونو بله برخه نجونو ته د کتابونو وېشل دي. څه چې کولی شو، کوو یې چې په دې سخت سفر کې د هېواد د ښځو په څنګ کې ودریږو‎.»
راتلونکې کیسه
«که یو سړی وروزئ، یو کس به مو روزلی وي؛ خو که یوه ښځه وروزئ، یوه ټولنه به مو روزلې وي»
A woman with a camera takes photos through a window.