«که یو سړی وروزئ، یو کس به مو روزلی وي؛ خو که یوه ښځه وروزئ، یوه ټولنه به مو روزلې وي»
Firoza
«د ۲۰۲۱ د آګسټ تر ۱۵مې وړاندې خبریاله وم او د نظام تر نسکورېدو وروسته مې داسې احساس کړ چې وطن مې د پردیو ځای شوی دی. د خبریالۍ په ډګر کې کار نه یوازې د خوښۍ حس راکاوه، بلکې ګوزاره مې هم پرې روانه وه. په خپلو رپوټونو کې به مې ډېره هڅه کوله چې د مېرمنو، په تېره بیا د زیانمنونکو کونډو او ماشومانو پر ستونزو تمرکز وکړم.
ما ژورنالیزم ولوست او دغه مسلک مې په حرفهيي کچه عملي کړ. دې مسلک ته مې مېنه او لېوالتیا تل زما هڅوونکې وه. ان د پخواني حکومت تر سقوط وروسته مې هم غوښتل خپل کار وغځوم.
د غږ ضبطولو وسایل او هغه کامره چې د رپوټونو د برابرولو لپاره به مې کارول، اوس مې د وړې کوټې په کونج کې پراته دي. میاشتې وشوې چې نه مې مرکه کړې او نه عکاسي.
د طالبانو په لاس د هېواد پرځېدل، د روښانه راتلونکي لپاره د افغانانو ډېرې هیلې له منځه یوړې. په دې منځ کې چا ته چې ډېر زیان واوښت، افغانې ښځې دي. د هغوی کار جرم وګڼل شو او د نجونو زدهکړې ممنوع شوې.
ما ډېره هڅه وکړه چې په موسسو کې کار پیدا کړم خو په خبریالۍ کې د خپلې سابقې په وجه او هم په دې چې ما ته د ګواښ په سترګه کتل کېږي نو څوک مې نه ګوماري. احساس کوم چې په داسې پنجره کې بنده یم چې د تېښتې لار نه لري.
زما د ژوند تر ټولو لوی بدلون، د ناهیلۍ هغه شدید حس دی چې له آګسټ راهیسې راباندې غالب شوی. دوه کاله تېر شول خو متأسفانه د ټولنې د ښځو په زیانمنونکي وضعیت کې هېڅ بدلون رانغی. اوس له یوه سوکه او تدریجي زوال سره مخامخ یو. زموږ ټولنه د نرانو په ولکه کې ده او ان یوه خبریاله هم په کې نشته. ټوله ورځ خپل نامعلوم راتلونکي ته فکر کوم او دا موضوع مې د زړه ستنې نړوي.
زه له نړیوالې ټولنې غواړم چې د افغانستان د وګړو، په تېره بیا د ښځو لپاره لاس په کار شي. لطفاً زموږ – رنځېدلو ښځو - تر څنګ ودرېږئ، مه پرېږدئ چې قرباني شو».
