«له ټولو ګواښونو سره سره، د انسان‌دوستۍ حس اجازه رانه کړه چې تم شمه»

Forogh
هغه ښوونکې چې کولچې پخول یې پیل کړ, تخار
A woman stretches out and rounds flatbread.
© Sayed Habib Bidell

«د طالبانو تر واکمنېدو مخکې، په یوه دولتي ښوونځي کې د لوړو (لسم، یوولسم او دوولسم) ټولګیو په تدریس بوخته وم. همدارنګه، ما د ولایتي شورا د ریس د مرستیالې په توګه کار کاوه. په دې دنده کې مې سخت کوښښ کاوه چې د مېرمنو ستونزې وسپړم او د هغوی لپاره په ولایتي کچه فرصتونه رامنځته کړم. مېړه مې ښه دنده درلوده او موږ خوشاله ژوند تېراوه.

خو د ۲۰۲۱ د اګست د ۱۵مې له پېښو وروسته د افغان مېرمنو او نجونو پر ژوند د تیارو او بی اعتمادی سیوری خپور شو.

د طالبانو له خوا د تحمیل شویو بندیزونو له امله ډېرې مېرمنې او نجونې په ژور خپګان اخته شوې دي، آن ځانوژنې ته د حل لارې په سترګه ګوري. ما له ځان سره ویل چې باید ناامیده نشم او په بدیلو حل لارو او فرصتونو پسې وګرځم. ځکه مې د ارواپوهنې د مشاورو غونډې او مېرمنو سره د هغوی په کورونو کې پټې لیدنې پیل کړې چې پر دې ننګونو برلاسي شو.

خو د دې فعالیتونو له پیلولو یوازې څو ورځې وروسته، د طالبانو له خوا وځورول او وګواښل شوم. هغوی اخطار راکړ چې که دغه فعالیتونه وغځوم، هم به ما او هم به مې مېړه بندي کړي.

له دې ټولو ګواښونو سره سره، د انسان‌دوستۍ حس اجازه رانه کړه چې تم شمه او د ځای په بدلولو او له شرایطو سره په مطابقت کې مې کار روان وساته.

دا چې اقتصادي ستونزې مو ورځ تر بلې زیاتې شوې، تصمیم مې ونیوه چې کېک پخول او شیریني جوړول پیل کړم، خو د مېړه له مرستې پرته مې دا کار نشو کولی. له مېړه سره مې چې خبرې وکړې، لومړی یې مقاومت وکړ، ځکه د طالبانو تر واک لاندې ژوند هغه هم – چې پخوا به یې زما نظرونو ته درناوی کاوه، بدل کړی و.

په ټینګار او ډېر زور بریالۍ شوم چې د هغه نظر بدل کړم. مجبوره وم چې دا کار وکړم ځکه غوښتل مې خپلو ماشومانو او ګاوندیو مېرمنو ته چې له سختو اقتصادي او عاطفي ستونزو ځورېدې، څه عاید پیدا کړم.

د مېړه له اجازې وروسته، په کور کې مې یوه معمولي کولچه‌پزي جوړه کړه او د کېک او خوږو په پخولو بوخته شوم. ما تقریبا ۲۰مېرمنې او نجونې چې سختې اقتصادي او عاطفي ستونزې یې درلودې، د شاګردانو په توګه استخدام کړې. دغه ښځې او نجونې هره ورځ د سهار له ۸ د مازیګر تر ۴ بجو له ما سره کار کوي. هغوی بوختې دي او په هغه عاید چې له دې کاره یې پیدا کوي، خپلې اقتصادي ستونزې څه نا څه راکمولی شي.

زه هیله‌منه یم چې یوه ورځ خپلې وړتیاوې په ټولنه کې په آزاد ډول وکاروم او په ټولو ټولنیزو برخو کې ګډون وکړم. همدارنګه امیدواره یم چې نړیوال سازمانونه له موږ سره مرسته او زموږ ملاتړ وکړي او .هڅې مو په رسمیت وپېژني او دغې فاسدې ډلې یعنې طالبانو ته مشروعیت ورنه کړي»

راتلونکې کیسه
«د ژوندي پاتې کېدو لپاره په تشو لاسونو او زخمي روح مبارزه کوم»
Sunlight shines on the profile of a young woman wearing makeup, looking to the right.