«د ژوندي پاتې کېدو لپاره په تشو لاسونو او زخمي روح مبارزه کوم»
Frozan
«ما څلور کاله د آرایشګرې په حیث کار کاوه چې د خپل ژوند لګښتونه برابر کړم. یوه ورځ طالبانو اعلان وکړ چې سینګارتونونه باید بند شي. احساس مې وکړ چې ختمه شوې یمه او نه پوهېدم چې څه وکړم. پر څوکۍ کېناستم، د سینګارتونونو د بندولو خبرتیا مې په لاس کې ونیوه او بیا بیا مې ولوسته. هر ځل چې مې ولوسته، ومېژړل. د کورنۍ نفقه یوازې پر ما وه نو پر خپلو اوږو مې درون بار حس کړ او د کورنۍ د ټولو غړو په سترګو کې مې اندېښنه ولیده.
اوس په یوه زاړه کنډوالهوزمه کور کې مې یو پټ سینګارتون جوړ کړی او هڅه کوم چې ډېره په احیتاط وچلېږم او د طالبانو له تېزو سترګو پناه اوسم. خو بیا هم تل ډارېږم. څو ورځې وړاندې، یو څو ښځې د خپلو وروځو د جوړولو لپاره راغلې او مشکوک غوندې ایسېدې. زه وډارېدم چې هسې نه طالبان راباندې خبر کړي. ما ورته وویل: «دا سینګارتون نه دی، زه درزي یم او ښځینه جامې ګنډم. هر چا چې تاسو ته دغه آدرس درکړی، غلط آدرس یې درکړی.»
له ناچارۍ بالاخره مجبوره شوم چې هر څنګه کېږي، د ژوند د غځولو او ژوندي پاتې کېدو لپاره باید یوه لاره ومومم. موږ د ژوند د چلولو لپاره ډېر دردونه او رنځونه ګاللي دي. زه د خپلې کورنۍ لاس او پښې یمه او سره له دې چې وېره او اندېښنه مې مخې ته ولاړې دي خو مجبوره یم چې د ژوند لومړني ضرورتونه پوره کړم او د آرایشګرې په حیث خپل کار وغځوم.
تاسې نه پوهېږئ چې له طالبانو نه ډارېدل څنګه دي. ان عام وګړي هم له موږ [آرایشګرو] سره د طالبانو غوندې چلن کوي. موږ ان د وګړو په منځ کې هم اعتبار او حیثیت نه لرو او موږ ته په سپکه سترګه ګوري.
