«هغوی په سپکه سترګه راوکتل، ته وا تر ټولو بد جرم رانه شوی وي»
Hadisa
«زه حدیثه یم، ۲۸ کلنه ښځه چې د خپل پلار تر مړینې وروسته مې د وړې خور، وړوکي ورور او زړې مور او د کورنۍ ټولو مسولیتونو اوږه ورکړه.
د ۲۰۲۱ تر آګسټ مخکې مې په یوه دوکان کې د پلورنکې په توګه کار کاوه او په خپل عاید به مې د خپلې کورنۍ لاسنیوی کاوه. دا چې ټوله ورځ مې کار کاوه او اقتصادي ستونزې مو درلودې نو څو کاله پوهنتون رانه پاتې شو. تر ډېرو هڅو وروسته مې په یوه خصوصي پوهنتون کې یونیم کال تحصیل وکړ او د لوړو زدهکړو هیله مې پوره شوه. خو نه پوهېدم چې د طالبانو محافظهکارانه قانونه به مې برخلیک داسې چټک بدلوي.
یوه ورځ چې زما ښار د دې ډلې لاس ته ولوېد، په وېره او ترهه مې دوکان بند کړ، کور ته ولاړم او ټوله شپه مې وژړل. ان د خوب ګولۍ مې وخوړله چې لږ آرام وکړم. دوکان درې ورځې بند پاتې شو او د افغانستان ټوله خاوره د طالبانو لاس ته ولوېده. د ژوند لپاره مې هېڅ امید نه درلود.
تر درېو ورځو وروسته د دوکان څښتن راته وویل: «کار ته دې راستنه شه خو لا نه پوهېږو چې د ښځو په برخلیک به څه وشي، هېڅ شی لا معلوم نه دی.» دوکان ته چې ورستنه شوم او کار مې بیا پيل کړ، مدام به اندېښمنه وم چې هره شېبه ممکنه ده یو طالب راشي او ومې وژني. دغه وېره هله لا زیاته شوه چې ټول نارینه دوکانداران راغلل او ویېویل: «ته نو ولې راغلې یې؟ طالبان د پلورنکې په حیث د ښځې کار کول ناممکن بولي.»
تقریباً یوه اونۍ همداسې په وېره او ترهه کې پاتې شوم، تر دې چې د آګسټ په آخرو کې درې طالبان دوکان ته راننوتل. دوکاندار ته یې غوټه کړه چې ما دې له کاره وشړي. یوه یې د دوکان څښتن ته رټ وویل: «که مې بیا دغه یا بله ښځه د پلرونکې په توګه ستا په دوکان کې ولیده نو دواړه به مو د خلکو په مخ کې اعدام کړم چې نور سبق واخلي.»
په داسې حال کې چې ستومانه او ناهیلې ومه، کور ته ورستنه شوم. نور نو د دې جوګه نه ومه چې د کورنۍ نفقه وګټم. څه موده وزګاره وم او کار مې پيدا نه کړی شو. وضعیت مو دومره خراب و چې وچه ډوډۍ مو هم په سختۍ پيدا کوله. آخر مجبوره شوم چې د سړک په غاړه شیان خرڅ کړم. له هماغه وخته تر ننه پورې په سړکونو کې شیان خرڅوم. خو د طالبانو او ځینو هوسبازو او لوچکو نرانو دایمي ځوروونو وحشتناکې ستونزې راته پيدا کړې دي.
