د رژیم له بدلولو پرته، په ټولو کچو مېرمنو لپاره مساوي حقونه ترلاسه کول ممکن نه دي

Amina
انجینره او فعاله, لغمان

ما د ۲۰۲۱ کال د اګست تر ۱۴ مې نېټې پورې د پلان جوړونې انجینرې په توګه دنده درلوده. 

زه اوسمهال د مېرمنو د حقونو فعاله او د نجونو د زده کړو مدافع یم او همدا راز د ملېشه مېرمنو د خوځښت غړې هم یم. د ۲۰۲۲ کال په مارچ میاشت کې مې یوه انلاین اکادمي جوړه کړه چې افغان نجونې نومېده او هغو زده کوونکو ته پکې انلاین درس ورکول کېده چې له ښوونځیو څخه منع شوې وې چېرې چې د کورنیو او بهرنیو استادانو پوسیله په وړیا ډول د انګلیسي او کمپیوټر مهارتونه تدریس کېدل. زه هم یوه ټولګي ته تدریس کوم. 

ما همدا راز یو د کتاب کلب Book Club پیل کړی و، چېرې چې زده کوونکو او لوړ تعلیم درلودونکې مېرمنو پکې غړیتوب درلود او مونږ د لوست کلتور ته ودې ورکولو لپاره ګډ کار کوو. 

هغه بدلونونه چې د افغانستان د ټولو مېرمنو په ژوند کې پېښ شول، یو منفي بدلون او ستر شا تګ و. هغه پلانونه ټول ویجاړ شول چې مونږ د خپلې راتلونکې لپاره جوړ کړي وو او مونږ اوس د خپلو بنسټیزو حقونو لپاره مبارزه کوو. 

په داسې یوه ټولنه کې چې مېرمنې پکې د کورنیو له لورې تر فشار لاندې وي، زما په څېر یو څو مېرمنې چې د غږ پورته کولو او د کورنیو او ټولنو د ملاتړ وړتیا لري، باید د نورو مېرمنو لپاره غږ پورته کړي او د طالبانو په نوم بدمرغۍ ته اجازه ورنکړي چې راشي او د تېرو دوو لسیزو ټولې لاس ته راوړنې له خاورو سره خاورې کړي. 

دا طبیعي ده چې په اوسني وضعیت کې مبارزه کول خطرونه هم لري، خو زما ژوند هغه مهال خوږ دی چې خطرونه پکې واخیستلی شم او قرباني ورکړم آن که دا زما په یوازیتوب هم تمام شي. د ټولنې بدلول یوازې هغه مهال امکان لري چې هڅې وکړو او پوهاوی خپور کړو.

زه یو ازاد ژوند غواړم، چې د کالیو انتخابولو، مسلک انتخابولو، د زده کړې انتخاب او د کار کولو حق ولرم.

مونږ په اوسني وضعیت کې په هره ممکنه طریقه مرستې ته اړتیا لرو، لکه د ښځینه زده کوونکو لپاره چې له هېواده بیرون زده کړې وکړي، کارګرې طبقې لپاره د انلاین کار چاپېریال وپنځول شي او افغان مېرمنو ته یو پلاټ فورم ورکړل شي چې د خپلو حقونو غوښتنه وکړي او خپلې موخې بیان کړي. له یوه کال څخه زیاته موده وشوه چې افغان مېرمنې له زده کړو، کار او بنسټیزو ازادیو درلودلو څخه، لکه پارکونو ته تګ، څخه منع شوي دي.مونږ له هر لوري تر محدودیت لاندې یو. 

د بشري حقونو د یوه ملاتړي په توګه، نړیواله ټولنه پر طالبانو د فشار راوړلو مسؤولیت لري. هغوي پوهیږي چې ټول خلک له طالبانو څخه کرکه لري او هیڅوک طالبان د واکمنو په توګه نه قبلوي. ځوانانو، د مېرمنو خوځښتونو او هغو خلکو ته، چې په ماضي کې یې له کوم سیاسي ګوند سره تړاو نه درلود، باید د داسې یوه حکومت جوړولو فرصت ورکړل شي چې خلک یې غواړي او ټولنیز عدالت پکې یو واقعیت وي.

راتلونکې کیسه
زه هیله لرم چې یوه ورځ به افغان نجونې او مېرمنې وکړای شي چې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي او له وېرې او جبر پرته به هر څه وکړای شي. دا زما او د ټولو افغان نجونو ارمان دی