زه هیله لرم چې یوه ورځ به افغان نجونې او مېرمنې وکړای شي چې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي او له وېرې او جبر پرته به هر څه وکړای شي. دا زما او د ټولو افغان نجونو ارمان دی

Paksima
قابله، هرات

ما غوښتل چې طب ووایم، خو فیس مې نه شو ورکولی. له ښوونځي څخه تر فراغت وروسته مې څلور کاله قابله ګي ولوسته. له هغه راهیسې، ما تر ۵۰۰ زیاتو مېرمنو سره د ولادت پر مهال مرسته کړې ده. مونږ د ماشوم تر زېږېدنې مخکې، په جریان کې یې او ورڅخه وروسته پاملرنه چمتو کوو. 

په پایله کې، ما له یوې نادولتي مؤسسې سره دنده ترلاسه کړه چېرې چې اوس هم دنده لرم. دا چې په نادولتي مؤسسو کې د مېرمنو کار منع دی، زه له کور څخه کار کوم. 

ما په تېرو کلونو کې له ښوونځیو سره کار وکړ او له لیرو پرتو ولایتونو، لکه نورستان، څخه مو زده کوونکي راټولول. مونږ به هغوي کابل ته راوستل چېرې چې مونږ یو ثانوي ښوونځی جوړ کړی و، چې لیلیه او پوهه ښوونکي یې درلودل. مونږ به هلته زده کوونکو ته قابله ګي تدریسوله او هغوي به په ساحو کې کار کاوه. مونږ به مېندواره مېرمنو سره هم مرسته کوله ځکه په هغه سیمه کې چې دغه زده کوونکې اوسېدلې، مېرمنو روغتیايي ادارو ته لاسرسی نه درلود، له دې امله به یې مونږ پاملرنه کوله. 

تر طالبانو مخکې، مونږ هر ځای ته تللی شوو او په هره هغه برخه کې مو زده کړې کولی شوې چې مونږ به غوښتلې. خو اوس زه خپلو زده کړو ته دوام نه شم ورکولی. ما یوه دنده ومونده او خپل ټول معاش مې پوهنتون ته ورکړ څو دغه یو کال درس ووایم، خو مخکې تر دې چې زه خپلې زده کړې بشپړې کړم، پوهنتونونه بند شول، چې دا زما په ژوند کې یو ستر شا تګ دی.

دویم، هغو بندیزونو پر مونږ ډېر رواني اغېز ښندلی دی، چې هغوي پر مونږ تحمیل کړي دي او مونږ مطمئن نه یو چې په راتلونکي کې به څه کیږي. زمونږ ژوند په هره برخه کې، له مالي پلوه، له ټولنیز پلوه او له رواني پلوه، منفي لور ته تللی دی.

زما لپاره دا ډېره مهمه ده چې زده کړو ته دوام ورکړم او بېرته خپلې دندې ته لاړه شم. همدا راز زه غواړم چې د کورنۍ لپاره مې یوه ښه دنده ولرم ځکه چې زه یو کوچنی ماشوم لرم چې زما مرستې ت اړتیا لري. له دې امله چې زه د کورنۍ سرپرسته یم، یوازې دا غواړم چې هغوي مونږ ته اجازه راکړي چې دندې ته لاړ شوو.

زه اوس هم له کور څخه کار کوم، خو له بده مرغه د نجونو او مېرمنو لپاره هغه ډول خدمت نه شم کولی چې مخکې مې ترسره کوه.

ټولې نادولتي مؤسسې او ملګري ملتونه باید د افغانستان د نجونو او مېرمنو ملاتړ وکړي ځکه چې مونږ په ډېر ناوړه وضعیت کې یو. 

د افغانستان نجونې او مېرمنې زړورې دي او هغوي باید یوه روښانه راتلونکې ولري. افغان نجونو او مېرمنو تل خپل ارمانونه تعقیب کړي دي، خو اوس هغوي له ذهني او احساساتي ستونزو کړیږي او مرستې ته اړتیا لري. 

زه باور لرم چې د کورنیو سرپرستو مېرمنو ته باید فرصت ورکړل شي چې خپل مسؤولیتونه ادا کړي.

له ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو مؤسسو څخه هیله کوو چې له افغانستان او افغان مېرمنو سره پاتې شي او خپل ملاتړ لا پراخ کړي ځکه چې مونږ تاسو ته اړتیا لرو او ستاسو په مرسته به د خپلو حقونو لپاره ودرېږو او مبارزه به وکړو.
راتلونکې کیسه
په کور کې جنسیتي تاوتریخوالی هم ډېر زیات شوی دی او ډېرې مېرمنې د دغو بدلونونو لامله له ذهني پلوه ځوریږي
Photo: Sayed Habib Bidell