په کور کې جنسیتي تاوتریخوالی هم ډېر زیات شوی دی او ډېرې مېرمنې د دغو بدلونونو لامله له ذهني پلوه ځوریږي
Gulpari
زه ۲۴ کاله عمر لرم او د افغانستان په یوه پوهنتون کې د کمپیوټر ساینس پوهنځي د وروستي سمستر محصله وم. له بده مرغه، په پوهنتونونو کې پر مېرمنو د بندیز لامله اوس په کور ناسته یم.
د طالبانو تر حاکمیت مخکې، ما له مختلفو نادولتي مؤسسو، نړیوالو نادولتي مؤسسو او دولت سره دندې ترسره کړې وې.
د ډېسمبر د ۲۴ مې نېټې تر بندیز مخکې، ما د سوداګرۍ خونې د زون مدیرې په حیث دنده درلوده، خو تر بندیز وروسته اوس په کور ناسته یم او د راتلونکي لپاره هیله نه لرم.
تېر کال مونږ ډېر بدلونونه ولیدل. نجونې د ثانوي او عالي زده کړو له حقونو څخه محرومې شوې. نجونې او مېرمنې د هغوي د کار کولو له حق څخه محرومې شوې، چې پر کورنیو یې دېره منفي اغېزه درلوده. اکثر مېرمنې د خپلو کورنیو یوازینۍ سرپرستانې وې او هغوي اوس له اقتصادي بحرانونو سره مخ دي.
ما لپاره تر ټولو مهمه موضوع د نجونو پر ثانوي او عالي زده کړو بندیز او په نادولتي مؤسسو او نړیوالو نادولتي مؤسسو کې د مېرمنو پر کار بندیز دی. مونږ ټول پوهېږو او باور لرو چې اسلام مېرمنو ته د کار کولو حق ورکړی دی. اکثره مېرمنې د کورنیو سرپرستې دي او د خپلو کورنیو لپاره یوازینۍ عاید ګټونکې وې، خو طالبانو له هغوي څخه دغه فرصتونه واخیستل، چې مونږ لپاره ډېر نهیلي کوونکي او د منلو وړ نه دي.
د طالبانو له واک ته رسېدلو راهیسې، ما د مناسب حجاب له اغوستلو سره خپلې دندې ته دوام ورکړ. د کال په اوږدو کې طالبانو د مېرمنو پر خلاف مختلف فرمانونه اعلان کړل. د ډېسمبر د ۲۴ مې نېټې تر بندیز وروسته، ما کار نه کاوه بلکې له نهیلۍ سره پر کور ناسته وم. مونږ په ریښتیني ډول ځورېږو.
نړیواله ټولنه باید د افغان مېرمنو تر شا ودریږي. هغوي باید زمونږ د ژوند په دغه تیاره مرحله کې زمونږ ملاتړ وکړي. مونږ مېرمنې نه غواړو چې ۲۰ کلنې لاس ته راوړنې له لاسه ورکړو.
