زه هیله لرم چې افغان مېرمنې به راتلونکي کې د زعامت رول ولري او معیاري زده کړو ته به لاسرسی ولري
Zahra
زهرا په ۱۹۶۰ میلادي کال کې په پروان ولایت کې زېږېدلې وه، خو اوسمهال په هرات کې له خپلې کورنۍ سره ژوند کوي. هغه پنځه ماشومان لري، ټولې لوڼې یې ښوونځي ته له تللو منع شوي دي او له رواني ستونزو کړیږي. هغه د مېرمنو حقونو لپاره د کار کولو ۲۵ کلنه تجربه لري. د طالبانو تر واک ته رسېدو مخکې، هغې له مختلفو نادولتي مؤسسو سره پر مختلفو منصبونو دندې ترسره کړي دي.
هغه د طالبانو تر واک ته رسېدلو وروسته هم د افغان نجونو او مېرمنو لپاره کار کولو ته دوام ورکړی و، مشورې به یې ورکولې او په مشورتي غونډو کې به یې ګډون درلود. هغه له بسپنه ورکوونکو سره په اړیکه کې ده او له نادولتي مؤسسو سره د پالیسۍ په جوړولو، بودیجې جوړولو او نورو برخو کې همکاري کوي.
”تېر کال زما په ژوند کې تر ټولو مهم بدلون، د عاید او سرچینو له لاسه ورکول وو چې له مالي پلوه زما په ژوند کې یو ستر بدلون و. “
نوموړې وايي چې افغان مېرمنې، باسواده او بې سواده دواړه، اوسمهال تر هر څه ډېر مالي ملاتړ ته اړتیا لري.
زهرا وايي هغې لپاره اوسمهال تر هر څه مهمه موضوع، د سیاست، کار، مالي، پریکړه نیونې، زده کړې او نورو په څېر د ژوند په ټولو اړخونو کې د مېرمنو بامفهومه ګډون دی.
نړیوالې ټولنې ته د هغې یوازینی پیغام دا دی چې:
