د مېرمنو ملاتړ باید وشي څو هغوي پر خپلو پښو ودریږي. که د خلکو مالي وضعیت ښه شي، د هېواد اقتصاد به وده وکړي او خلک به له بدمرغۍ خوندي شي
Sheela
شیلا د مېرمنو د یوه سوداګریز مرکز او د لاسي صنایعو د اتحادیې مشري کوي او اووه کاله پخوا یې د مېرمنو د یوه بازار په جوړولو کې مرسته کړې وه. د طالبانو تر حاکمیت را وروسته، مېرمنې یوازې د سودا اخیستلو لپاره له کوره بیرون وتلی شي او مېرمنې یوازې – مېرمنو – لپاره – بازارونو کې د کار کولو اجازه لري. هغه د بازار په بیا پرانیستلو کې ننګونې را یادوي او راتلونکي لپاره یې هیلې بدلې شوي دي.
په ۲۰۱۵ کال کې، مونږ له یوازې پنځه تنه مېرمنو سره کار پیل کړ او په شپږو میاشتو کې دننه دغه شمېر ۸۵ تنو ته ورسېد ځکه چې مونږ مېرمنې په سوداګرۍ کې کار کولو ته وهڅولې. مونږ د کار کوونکو مېرمنو، کونډو او د کورنیو سرپرستو مېرمنو په ګډون، ډېرې مېرمنې سوداګرۍ ته را جلب کړې. هغوي ته مو یو یو دوکان ورکړ. مونږ له هغو بسپنه ورکوونکو سره همغږي وکړه چې ماشینونه او وسایل یې چمتو کول. په پیل کې، مونږ د یوه نیم کال لپاره په شخصي بازارونو کې فعالیت درلود.
د طالبانو تر واک ته رسېدو وروسته، زه د یوه څه مودې لپاره پر کور ناسته وم تر هغه چې یوه ورځ مې د ښاروالۍ له یوه مشر سره ولیدل او غوښتنه مې ورڅخه وکړه چې د بازار د پرانیستلو په اړه له ښاروال سره خبرې وکړي. هغه راسره ومنله او راڅخه ویې غوښتل چې له ښاروال سره ووینم. زه له ډېرې وېرې سره سره ورغلم. د لیدنې په اوږدو کې، ښاروال وویل چې له والي سره باید په دې اړه خبرې وکړي. دوه ورځې وروسته، زه بازار ته وغوښتل شوم او هلته والي او ښاروال له ډېر شمېر طالبانو سره راغلي وو. هغوي بازار معاینه کړ او کله چې هغوي ولیدل چې بازار خوندي او سرپټی ځای او نارینه د ورننوتلو اجازه نه لري، تشویق شول چې دا به د مېرمنو د سودا اخیستلو لپاره یو ښه ځای وي، وروسته ښاروال راڅخه وپوښتل چې زه له هغوي څه شی غواړم. ما وویل چې مونږ د شپې لپاره یوه څوکیدار او د ځای پاکولو لپاره یوې مېرمنې او د امنیت او د مالي مرستې د همغږۍ لپاره د والي ملاتړ ته اړتیا لرو. هغوي راسره ومنله. یو څوکیدار وګمارل شو او بازار د ښاروالۍ د صفایۍ کارکوونکو له لورې پاکیږي. تر دې وروسته مې ښځینه دکاندارانو سره اړیکه ونیوله چې راشي او خپل کار پیل کړي. هغوي له ډېرې خوښۍ ژړل.
خو کله چې ښځینه دکاندارانې راورسېدلې، د هغوي دکانونه تش پراته وو. د جګړې په جریان کې د هغوي ټول مالونه غلا شوي وو. له خپلو کورنیو او خپلوانو څخه د پور په اخیستلو یې ځینې توکي دکانونو ته راوړل او بازار په ورو ډول بیا فعال شو. یوه ورځ د دوو نړیوالو مؤسسو استازي له ډېر شمېر چارواکو سره بازار ته راغلل. هغوي د ستونزو تشخیصولو لپاره له دکاندارانو سره خبرې وکړې او وروسته یې د بازار د بیا نوي کولو لپاره د ۱۰۰ زره امریکايي ډالرو تړون لاسلیک کړ. د بیا نوي کېدلو کار جریان لري او تمه ده چې تر اپریل میاشتې پورې ترسره شي.
مونږ د مېرمنو د لاسي صنایعو یوه اتحادیه هم تاسیس کړې ده چې تر دې دمه ۱۲۰۰ تنه مېرمنې پکې غړیتوب لري. زه هیله لرم چې د دغې اتحادیې له لارې لا ډېرې پروژې ترلاسه کړو او د کلیو او ولسوالیو مېرمنو لپاره کار وکړو.
مېرمنو ته باید یو ځل بیا د کار کولو اجازه ورکړل شي. ښوونځي او پوهنتونونه باید پرانیستل شي څو زمونږ راتلونکی نسل لا ښه ژوند وکړي. رازئ چې د پرمختګ پر ځای شاتګ و نه کړو.
