د ډېسمبر د ۲۴ مې نېټې تر بندیز وروسته، زه له یوې ناڅرګندې راتلونکې سره په کور ناسته یم

Fazila
دولتي کارمنده او د نړیوالې نادولتي مؤسسې کارمنده، ارزګان

زه له یوه خصوصي پوهنتون څخه په قانون او سیاسي علومو کې لېسانس لرم. زه نږدې ۱۸ کاله کاري تجربه لرم، چې مختلفو نادولتي مؤسسو او پخپل ښار کې له ډېرو دولتي مشورتي بوردونو سره مې داوطلبانه کار کړی دی. 

ما په مختلفو دولتي او ملي او نړیوالو نادولتي مؤسسو کې له ۲۰۰۵ کال راهیسې تر ۲۰۲۰ کال پورې د ټرېننګ/ روزنې په برخه کې دندې ترسره کړي دي. همدا راز، د والي په دفتر کې، ښاروالۍ او د ښاروالۍ په مشورتي شورا کې مې ډېر داوطلبانه فعالیتونه هم ترسره کړي دي. 

د طالبانو تر حاکمیت وروسته، زما په ژوند کې تر ټولو مهم بدلون دا و چې ما خپله دولتي دنده له لاسه ورکړه او په کورنۍ کې له اقتصادي بحران سره مخ شوم. وروسته مې له یوې نړیوالې نادولتي مؤسسې سره دنده ومونده. زه به خپلې دندې ته له حجاب او د اړتیا په صورت کې له محرم سره تللم. زمونږ ټول فعالیتونه له اوسنیو چارواکو سره په ښه ډول همغږي کېدل، په ځانګړي ډول په ساحه کې فعالیتونه اوسنیو چارواکو ته د رسمي لیکونو له لارې په ډېر ښه ډول همغږي کېدل. 

له هغه وروسته، هغوي د ډېسمبر پر ۲۴ مه نېټه ناڅاپي د مېرمنو پر کار بندیز اعلان کړ چې له دې اعلان سره ډېرو مېرمنو خپلې دندې له لاسه ورکړې.

ما د خپل کار حقونه له لاسه ورکړل او د ماشومانو، په ځانګړي ډول د لوڼو د زده کړو په اړه ډېره اندېښمنه یم. زه هیله لرم چې په افغانستان کې ټولې نجونې او مېرمنې به د زده کړو او کار کولو اجازه ولري څو زمونږ نوی نسل په تیارو کې پاتې نه شي.

نجونې او مېرمنې د خپلو زده کړو او دندو ترسره کولو لپاره پر هغوي د اوسنیو واکمنو له لورې هر ډول تحمیل شوو شرایطو ته غاړه کېږدي. د مېرمنو د حقونو لپاره د مبارزې له لارې مونږ کولی شوو چې خپلو موخو ته ورسېږو.

راتلونکې کیسه
نړیوالې ټولنې ته زما پیغام دا دی چې هغوي باید عملي ګامونه واخلي، یوازې لیدنې او بحثونه ونکړي ځکه چې یوازې خبرې د افغان مېرمنو ستونزې نه شي حلولی