نړیوالې ټولنې ته زما پیغام دا دی چې هغوي باید عملي ګامونه واخلي، یوازې لیدنې او بحثونه ونکړي ځکه چې یوازې خبرې د افغان مېرمنو ستونزې نه شي حلولی

Tamana
ښوونکې او فعاله، کندهار

تمنا پخپل ولایت کې ۱۵ کاله د یوې ژمنې فعالې مېرمنې په توګه کار کړی دی او تېر اووه کاله یې پر ځوانانو متمرکزه مدني ټولنه چلولې ده. نوموړې همدا راز په یوه دولتي ښوونځي کې ښوونکې وه او د هغو ستونزو په اړه یې ډېرې مقالې لیکلي دي چې د مېرمنو ژوند اغېزمنوي. هغې د جنسیتي تبعیض پر وړاندې مبارزه کړې وه، مختلفو خلکو ته یې د پوهاوي غونډې ترتیب کړې وې چې هغوي د نجونو د زده کړو پر اهمیت وپوهیږي او پخپل ولایت کې یې ډېرو اوزګارو مېرمنو ته کاري فرصتونه چمتو کړي وو. 

زه ۳۴ کاله عمر لرم او د یوې مدني فعالې او دولتي ښوونځي کې د ښوونکې په توګه په مختلفو برخو کې ۱۵ کاله کاري تجربه لرم. 

د طالبانو تر حاکمیت را وروسته، د خپل امنیت او خوندیتوب پخاطر و نه توانېدم چې افغان نجونو او مېرمنو لپاره کار ته دوام ورکړم. 

زما په ژوند کې تر ټولو مهم بدلون د دندې له لاسه ورکول وو. زه د دریو ماشومانو سرپرسته یم او د دندې له لاسه ورکول راته اسانه کار نه و. زه اوس له ناوړه مالي وضعیت سره مخ یم. زه نه پوهېږم چې کرایه به څه ډول ورکوم، خواړه به څه ډول پیدا کوم او ژوند ته به څه ډول دوام ورکوم.

تر ټولو دردوونکی وخت هغه و، کله چې زما د مشرو لوڼو پر مخ د زده کړو دروازې بندې شوې. یوه په اتم او بله په اووم ټولګي کې وې او اوس دواړه په کور ناستې دي. د هغوي تیاره راتلونکی مې ډېره وېروي.

ما هېڅکله د ګران هېواد د پرېښودلو تصور نه و کړی، خو اوس هڅه کوم چې د خپلو لوڼو د روښانه راتلونکي په موخه یې پرېږدم.

ما لپاره تر ټولو مهمه موضوع د نجونو د زده کړو موضوع ده. زه د دوو لوڼو مور یم او اوس هغوي ته ښوونځي ته د تګ اجازه نه ورکول کیږي، نو ځکه دواړه په کور ناستې دي. دویم، مېرمنو ته باید د کار کولو اجازه ورکړل شي. 

زه هیله لرم چې مونږ ټولې افغان مېرمنې باید بېرته خپلې دندې ترلاسه کړو او په سیاست او د خپل هېواد په وده کې د برخې اخیستلو فرصت راکړل شي. 

نړیواله ټولنه او ملګري ملتونه باید د نجونو او مېرمنو ملاتړ وکړي څو د زده کړې او دندې په څېر بنسټيز حقونه ترلاسه کړي. هغوي باید نجونو او مېرمنو ته کاري فرصتونه چمتو کړي. هغوي باید سوداګرو مېرمنو ته د هغوي د سوداګرۍ د پرمختګ لپاره بازارونه جوړ کړي. یوازې بشري مرسته چمتو کول کافي نه دي. مونږ دایمي فرصتونو، لکه بازارونو او کارخانو، ته اړتیا لرو څو مونږ ته وړتیا راکړي چې پر خپلو پښو ودرېږو او د خپلو کورنیو ملاتړ وکړو.

راتلونکې کیسه
په دې ورځو کې، په افغانستان کې نجونې او مېرمنې له مختلفو محدودیتونود او د تاوتریخوالي له بېلا بېلو ډولونو څخه کړیږي