په دې ورځو کې، په افغانستان کې نجونې او مېرمنې له مختلفو محدودیتونود او د تاوتریخوالي له بېلا بېلو ډولونو څخه کړیږي
Shamzia
زه په قانون او سیاسي علومو کې تر لېسانس درجې زده کړې لرم. همدا راز د بشري حقونو او جنسیت/ جنډر په څېر مختلفو برخو کې ۲۲ کاله کاري تجربه لرم. ما د ښاروالۍ په مشورتي بورد کې څلور کاله خدمت ترسره کړی دی. همدا راز، د سولې په ډېرو ملي او نړیوالو کنفرانسونو کې مې ګډون درلود. ما د نجونو په یوه عالي لېسه کې ۱۷ کاله د سرمعلمې په حیث دنده هم ترسره کړې ده.
خو اوس له ۶ ټولګي څخه تر ۱۲ ټولګي پورې د نجونو پر زده کړو د بندیز لامله بې دندې یم او هېڅ کار نه لرم.
په نړیوالو نادولتي مؤسسو کې د ډېسمبر د ۲۴ مې نېټې تر بندیز وړاندې، زه په ځینو فعالیتونو کې بوخته وم، لکه د مېرمنو د حقونو په اړه پوهاوی، په کورونو کې ځوانانو لپاره غونډې جوړول څو هغوي وهڅول شي، هیله له لاسه ورنکړي او د خپلو موخو ترلاسه کولو لپاره هڅو ته دوام ورکړي. البته، تر بندیز وروسته زه اړ شوم چې په کور کې د غونډو له جوړولو لاس واخلم.
زما بشپړ ژوند بدل شو. زه د خپلې کورنۍ یوازینۍ سرپرسه او عاید لرونکې وم، خو ما یوازې د خپلې کورنۍ د نفقې ګټلو لپاره کار نه کاوه، بلکې نورو مېرمنو ته مې خدمت هم ترسره کاوه. زه په رسنیو کې فعاله وم او تل مې د نجونو او مېرمنو حقونو لپاره غږ پورته کړی دی. زه اوسمهال له مالي ستونزو سره مخ یم او د خپلې کورنۍ او ماشومانو مالي ملاتړ نه شم کولی.
زما خپل عمر اوس تېر دی، خو زه د هغو ځوانو نجونو لپاره اندېښمنه یم چې د خپل راتلونکي لپاره یې هیلې او ارمانونه درلودل.
په افغانستان کې نجونې او مېرمنې له زده کړې پرته هېڅ راتلونکی نه لري. د زده کړو له لارې مونږ کولی شوو شخصي وده وکړو او بریا ته ورسېږو. که چېرې تعلیمي فرصتونه موجود نه وي، د یوه هېواد راتلونکی په بشپړ ډول تیاره دی.
ما د اګست تر ۱۵ مې نېټې وروسته په غونډو او مشورو کې ګډون کولو ته دوام ورکړ څو د نجونو او مېرمنو غږ پورته کړم او د مېرمنو په استازیتوب مې آن په رسنیو کې مرکې کولې. د اګست تر ۱۵ مې نېټې وروسته مې په کور کې نجونو لپاره د پوهاوي غونډې ترتیب کړې څو هغوي وهڅوم او متحدې یې کړم، خو د ډېسمبر تر ۲۴ مې نېټې وروسته د دغه ډول غونډو جوړول ننګوونکي او ناممکن شول ځکه چې تهدیدونه مې ترلاسه کړل. زه اوس نه شم کولی چې پخپل کور کې مېرمنې راټولې کړم.
زه هیله لرم چې ټولنې افغان نجونې او مېرمنې به ژر تر ژره د زده کړو اجازه ترلاسه کړي او خپلو کارونو ته به ستنې شي.
یوازې نړیواله ټولنه کولی شي چې په افغانستان کې د مېرمنو ملاتړ وکړي. له نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو پرته، هیڅوک دا قوت نه لري چې له افغان مېرمنو سره ودریږي او ملاتړ یې وکړي. افغان مېرمنې له بل هر وخت څخه زیات اوس د نړیوالې ټولنې توجه او ملاتړ ته اړتیا لري. نړیواله ټولنه باید پر اوسنیو واکمنو فشار راوړي چې ښوونځي او پوهنتونونه بېرته پرانیزي او مېرمنو ته د کار کولو اجازه ورکړي.
