د مېرمنو حیثیت صفر ته ټيټ شوی دی. د یوې باسواده او بې سواده مېرمنې تر منځ توپیر موجود و، خو اوس یوې مېرمنې ته هېڅ د یوه انسان په سترګه هم نه لیدل کیږي

Amina
سایکوتراپسټه, زابل

زه ډاکټره امینه یم. د خپل ولایت په یوه روغتون کې د کار کولو تر څنګ، ما د تاوتریخوالي قربانیانو مېرمنو لپاره خپل د سایکوتراپي کلینیک هم درلود او د اجباري واده قربانیانو او د ځان وژنې احساس درلودونکو او د ځان وژنې هڅه کوونکو ژوندي پاتې شوو مېرمنو لپاره مې طبي او رواني مرسته چمتو کوله.

زما کار له ننګونو سره سره ښه و. زما لاسونه تړل شوي نه وو. ما د محلي شوراګانو په همکارۍ د نجونو او مېرمنو مرسته او ملاتړ کاوه. ما به ورته لارښوونه کوله او مشورې به مې ورکولې. له دې امله چې د دغې سیمې کورنۍ ډېرې عنعنوي دي، کله چې د هغوي د لوڼو عزت تر پوښتنې لاندې راشي، هغوي نه غواړي چې هیڅوک خبر کړي او یا له حکومت څخه مرسته وغواړي. زه داسې یو څوک وم چې هغوي باور راباندې کولی شو. 

هغه نجونې چې واده یې نه غوښت او خپلو زده کړو ته یې دوام ورکول غوښتل، له ما څخه به یې غوښتنه کوله چې د هغوي له کورنیو سره خبرې وکړم. ما داسې ډېرې قضیې حل کړي دي او مېندې او پلاران مې هڅول چې خپلو لوڼو ته د درس او کار اجازه ورکړي. 

اوسنی وضعیت ټولو افغان نجونو او مېرمنو لپاره یو ستر شاک دی. طالبان د پخوا په پرتله لا ډېر تاوتریخوالی کوي. زه لا هم په هغه ډول خپل کار نه شم کولی چې مخکې مې کاوه. زه هڅه کوم چې په پټه خپل کار وکړم خو دا امکان نه لري. د طالبانو امنیتي ځواکونه زما کلینیک ته راغلل چې تحقیق وکړي. کله چې زه تاوتریخوالي قربانیانو نجونو او مېرمنو کورنۍ راوغواړم، طالبان اجازه نه راکوي چې له نارینه وو سره خبرې وکړم او وايي چې دا د شریعت مخالف عمل دی. 

نن ورځ له کوم دلیل پرته د مېرمنو سپکاوی کیږي.

کله چې مونږ ماشومان وو، ماشومانو به څاروي او سپي پر تیږو ویشتل او ځورول. اوس دغه وضعیت د هېواد د مېرمنو دی. توهین او سپکاوی هغه ستر بدلون دی چې مونږ مېرمنې یې په خپل ژوند کې وینو.

زه هره ورځ له نجونو او کورنیو څخه ډېر پیغامونه ترلاسه کوم چې د مرستې غوښتنې کوي یا د چا نجلۍ د ځانوژنې پرېکړه کړي وي. کونډې او بې وروره یا بې زامنو مېرمنې د ډېرې بېوزلۍ لامله ځانونه وژني ځکه چې هغوي کار نه شي کولی. هغوي آن له محرم پرته له خپل کور څخه بیرون ګرځېدلی هم نه شي. پخوانۍ ښځینه کارکوونکې اوس له ما څخه په کلینیک کې د جاروکښې او صفاکارې په توګه د کار کولو غوښتنه کوي څو هغوي وکړای شي چې خپلو ماشومانو ته خواړه چمتو کړي. ټولې مېرمنې له ذهني ستونزو څخه کړیږي. 

هره ورځ زرګونه نجونې واده ته مجبوریږي او نارینه له فرصت څخه ګټه اخلي څو دویم یا درېیم واده وکړي. نن ورځ له کوچنیو نجونو نیولې تر ۷۰ کلنو مېرمنو، د ټولو مېرمنو لاسونه او پښې تړل شوي دي. مونږ د بندیانو په څېر ژوند تېروو.

په افغانستان کې ډېرې نجونې او مېرمنې له زده کړو او د کار له حق څخه د محرومېدلو لامله ووژل شوې او ښخې شوې. خو زه باور لرم چې یو مړ کیږي، یو بل څوک به د هغه سفر ته د دوام ورکولو لپاره پیداکیږي.

مونږ غواړو چې افغان نجونو او مېرمنو لپاره د تعلیمي ادارو او کارځایونو دروازې بېرته پرانیستل شي. که چېرې نړیواله ټولنه له مونږ د اوړو او غوړیو مرسته کولی شي، پر طالبانو د ښوونځيو او پوهنتونونو د دروازو پرانیستلو لپاره فشار هم راوړلی شي.

راتلونکې کیسه
د ډېرو داخلي او بهرنیو مشتریانو له لاسه ورکولو زما پر سوداګرۍ ډېره بده اغېزه کړې وه