د ډېرو داخلي او بهرنیو مشتریانو له لاسه ورکولو زما پر سوداګرۍ ډېره بده اغېزه کړې وه

Salma
د سوداګرۍ خاونده، پروان

زه د سوداګرۍ محلي خونې د بورد غړې او پخپله سیمه کې د مېرمنو د بازار مشره وم. په عین مهال، ما د مېرمنو په بازار کې د خیاطۍ خپل شرکت چلوه او ډېر شاګردان مې درلودل. ما د افغاني کالیو سوداګري ۶ کاله وچلوله او له ملي او نړیوالو بازارونو سره مې ښې اړیکې او ښه تولیدات مو درلودل. 

اوس د ډېسمبر د ۲۴ مې نېټې بندیز لامله، زما سوداګري بنده شوې ده. زه اوس بې دندې یم او له دوو یا دریو شاګردانو سره په کور کې خیاطي کوم.

"تېر کال زما په ژوند کې ډېر بدلونونه راغلل. تر ټولو مهم بدلون دا و چې ما خپل ډېر مشتریان له لاسه ورکړل ځکه چې اکثریت یې له هېواده ووتل. ما به له بهرنیو هیوادونو څخه هم فرمایشونه اخیستل او هغه مشتریان مې هم له لاسه ورکړل. د ډېرو داخلي او بهرنیو مشتریانو له لاسه ورکولو زما پر سوداګرۍ ډېره اغېزه کړې وه.

مونږ د بانکونو په برخه کې ډېرو ستونزو سره مخ شوو او د خامو موادو قیمتونه لوړ شول. د بانک له لارې د پيسو د لېږد رالېږد په برخه کې د بندیزونو لامله مونږ نه توانېږو چې له هېواد څخه بیرون مشتریانو سره سودا وکړو. له تېر کال راهیسې، زما د خیاطۍ په سوداګرۍ کې پام وړ کموالی راغلی دی. 

واک ته د طالبانو تر رسېدلو څخه وروسته، سوداګرۍ شاوخوا ۲۰ ورځې بندې وې، خو تر هغه وروسته د مېرمنو د بازار مشرې له طالب چارواکو سره د همغږۍ غونډې ترتیب کړې. دا چې دا د یوه محلي سوداګر یو شخصي مارکېټ و، د همغږۍ له غونډو وروسته طالب چارواکو د مېرمنو بازار ته د بیا فعالیت پيلولو اجازه ورکړه. د مېرمنو پر کار د ډېسمبر ۲۴ مې نېټې بندیز راهیسې، زمونږ مارکېټ او سوداګرۍ ټولې بندې شوې.

زه د افغان نجونو او مېرمنو راتلونکي ته ډېره هیله منده یم.

زه له طالب چارواکو څخه غواړم چې مېرمنو ته اجازه ورکړي څو له کورونو څخه بیرون یو ځل بیا خپلې سوداګرۍ پیل کړي. که چېرې هغوي مېرمنو ته د کار کولو اجازه ورکړي، مونږ چمتو یو چې د هغوي ټول .اصول او قوانین تعقیب کړو

د نجونو پر مخ د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې بندې شوي دي، له دې امله ډېرې نجونې اوس په شخصي کاروبار کې دلچسپي لري. مونږ په ریښتیني ډول غواړو چې د افغان نجونو، مېرمنو او ټولنې خدمت وکړو. 

نړیوالې ټولنې ته زما پيغام دا دی چې هغوي باید د افغان مېرمنو د سوداګریو ملاتړ وکړي او له طالب چارواکو سره د لا ډېرو خبرو اترو لپاره لا ډېر ګامونه پورته کړي څو مېرمنو ته اجازه ورکړي چې په خصوصي سکتور او په نادولتي مؤسسو او نړیوالو نادولتي مؤسسو کې بیا کار وکړي.

راتلونکې کیسه
د رژیم له بدلولو پرته، په ټولو کچو مېرمنو لپاره مساوي حقونه ترلاسه کول ممکن نه دي