د طالبانو تر حاکمیت لاندې ژوند دومره سخت او د نه زغملو وړ دی چې بیان یې نه شي کیدلی
Arefa
د اګست تر ۱۵ مې نېټې مخکې، ما د یوې ښوونکې او په مختلفو خصوصي او عامه روغتونونو کې د قابلې په توګه دندې ترسره کړې دي. د کابل له سقوط وروسته مې دنده له لاسه ورکړه ځکه چې د طالبانو له لورې له تحمیل شوو بندیزونو سره کار کول ممکن نه وو. البته د تېرو نږدې دوو کلونو په اوږدو کې مې په مستقیم او نامستقیم ډول هڅې وکړې چې د افغان نجونو او مېرمنو د حقونو لپاره مبارزه وکړم. ما د طالبانو د پالیسیو پر خلاف غږ پورته کړ څو افغان مېرمنې له دغه بحران څخه وژغورم.
زه کومه دنده نه لرم ځکه چې زه هر ځای ته غوښتنلیک لېږم او ورته منل کېږم، خو کله چې هغوي ته زما هؤیت څرګند شي، له دندې مې لیرې کړي. هغوي داسې احساسوي چې د هغوي په اداره کې زما شتون به هغوي په خطر کې واچوي.
د اګست تر ۱۵ مې نېټې وروسته زما په ژوند کې تر ټولو مهم بدلون دا دی چې:
د اګست ۱۵ مه نېټه د افغانستان په تاریخ کې یوه توره ورځ وه او تر دغې نېټې وروسته مونږ نجونې او مېرمنې په کورونو کې بندیانې شوي یو.
ژوند دغه ډول دی، که زمونږ خوښ وي یا نه، مونږ باید تر هغه دوام ورکړو چې ساه راکې چلیږي.
زه په کور کې بندي یم. افغان مېرمنې د نړۍ تر تصور پورته پیاوړي دي او خپلو هڅو ته دوام ورکوي.
مونږ د دوو کلونو لپاره پر سرکونو د خپلې زده کړې او کار حقونو لپاره مبارزه وکړه. که څه هم زمونږ هڅې کامیابې نه وې، مونږ له هم هیله لرو. که چېرې نړیواله ټولنه او ملګري ملتونه زمونږ ملاتړ وکړي، زمونږ هڅې به پایلې راوړي.
له بده مرغه، نړیوالې ټولنې د افغان مېرمنو ملاتړ و نه کړ او یوازې را ګوري. که چېرې نړیواله ټولنه زمونږ ملاتړ وکړي، طالبان بدلېدلی شي. هغوي به په افغانستان کې د مېرمنو حالت ته تر کومه یوازې ګوري او عمل به نه کوي؟ او زمونږ ویجاړي به ویني؟
د افغانستان نیمايي نفوس له مرګ سره مخ دی. ایا مرګ له دې پرته کوم بل شی دی؟ مونږ دومره توهین او سپکې شوو چې آن که چېرې مونږ ته د زده کړې او کار اجازه هم راکړل شي، له ذهني او فزیکي پلوه عادي حالت ته راګرځېدل به مو کلونه ونیسي. مونږ آن په خپلو کورونو کې ارام خوب هم نه شو کولی. زه هره شېبه تصور کوم چې هغوي به راشي او ما به ونیسي. ما اورېدلي چې د طالبانو زندانونه وېروونکي دي. دغې وېرې زما ذهني ارامي راڅخه تروړلې ده.
له نړیوالې ټولنې څخه زما غوښتنه دا ده چې له مونږ سره ودریږي.
