زما تر ټولو مشر زوی ۱۴ کلن دی. زه یې په اړه هېڅ خبر نه لرم.

Belqis
مور، غور
© Kiana Hayeri

زما نوم بلقیس دی او درې لوڼې او شپږ زامن لرم. زه د خپلې کورنۍ سرپرسته یم. مونږ د طالبانو تر حاکمیت وړاندې ښه وضعیت درلود. تېر حکومت زمونږ ملاتړ کاوه. تېر حکومت به ځینې وختونه یوه سروې ترسره کړه او مونږ به یې د دولت له لورې د ملاتړ په پروګرامونو کې شامل کړو. مونږ یو څه مرسته ترلاسه کوله. زه اړ نه وم چې د خلکو کورونو ته د خیرات غوښتلو لپاره لاړه شم. 

زما تر ټولو مشر زوی ۱۴ کلن دی. زه د هغه په اړه هېڅ خبر نه لرم. تېر کال د طالبانو تر حاکمیت را وروسته زه اړ شوم چې د کورنۍ د لګښتونو پوره کولو لپاره خپله شپږ کلنه لور د ۱۰۰ زره افغانیو په بدل کې وپلورم. زه اړ وم چې کورنۍ ته خواړه چمتو کړم. مونږ په کور کې چای او صابونه نه لرو. دا یو ډېر بد وضعیت دی. 

یوازې زه نه یم چې له دغه وضعیت څخه کړېږم، زما په څېر ډېرې نورې مېرمنې هم له ورته وضعیت سره مخ دي. سلګونه مېرمنې د خپلو کورنیو سرپرستي په غاړه لري او نارینه نه لري. هغه مېرمنې چې نارینه ونلري، اړ دي چې د خلکو کورونو ته د خیر غوښتلو لپاره لاړې شي. ځینې خلک خیرات ورکوي، ځینې نه.

ما د بېوزلۍ او نهیلۍ لامله خپل لور وپلورله. ما هغه وپلورله څو د کورنۍ نور غړي د لوږې له مرګ وژغورم. زه باور لرم چې زما لور به پخپل نوي کور کې له لوږې نه کړیږي او هغه پيسې چې ما تر لاسه کړې، د یو څه مودې لپاره زما د کورنۍ لګښتونه پوره کولی شي. 

زه پر خپله لور ډېره خفه یم او تل یې په غم کې ژاړم. هغه هېڅ نه پوهېده چې څه ورپېښیږي. د هغې د ورونو او خویندو د ښېګڼې لپاره مې وپلورله. هغه ما ته وايي، ”الله ج لوی دی“. کله چې هغه له کوره ځي، زه ژاړم. کله چې هغه بېرته راشي، سکون احساس کړم. زما لور ډېره کوچنۍ ده. ځینې ورځې هغه د خپل مېړه له کوره رازي څو له خپل نوي کور سره اشنا شي. هغه هېڅ نه پوهیږي چې چېرې تللې ده او ولې. 

طالبانو اعلان کړی و چې مېرمنې له محرم پرته یوازې له کوره نه شي وتلی. سره له دې، زما په څېر مېرمنې چې ماشومان لري او د کور سرپرستي یې په غاړه ده، چاره نه لري او یوازې به وځي. زه یوه ګنډونکې/ خیاطه یم. زه باید خپل تولیدات بازار ته یوسم او و یې پلورم. سره له دې چې زه ډېرې پیسې نه ګټم، خو لږ تر لږه خپلو ماشومانو ته صابون، شامپو او څپلکې اخیستلی شم. 

زه صابون او شامپو اخلم او خپل ماشومان مینځم. ځینې وختونه ورته بوټان اخلم. له نارینه پرته یوه ښځه په پردیو کورونو کې له خیرات غوښتلو پرته بله چاره نه لري. 

ځینې وختونه زه د خلکو کورونو ته له ورتګ او خپلو ماشومانو ته د کالیو له راټولولو څخه وېرېږم. زه د ښار کورونو ته ورځم. کله چې زه په دغو کورونو کې ټوپکونه ووینم، ووېرېږم. که زه مرسته ترلاسه نه کړم، د بلې لور پلورلو ته به اړ شم. زه یوه یو – کلنه لور لرم. زه به هغه ښار ته بوځم او د مرکزي جومات په مخ کې به یې بولۍ ته وړاندې کړم. لویې نجونې په ۱۰۰ زره افغانۍ پلورل کیږي. زه به خپله کوچنۍ لور د ۵۰ زره افغانیو په بدل کې وپلورم. 

ما تل د یوه هوسا ژوند هیله درلوده. داسې ژوند، چې زه پکې خپل ماشومان ښوونځي ته ولېږلی شم. ما ارمان درلود چې ماشومان مې ډاکټران، پوهان، عالمان ووینم. اوس که چېرې زه هغوي ښوونځي ته ولېږم، مونږ ټول به له لوږې ومرو. 

مونږ خواړه او د سون توکي نه لرو. زما ماشومان د شپې کارتنونه او نور د سوځېدلو وړ شیان راټولوي، چې مونږ یې د لرګیو پر ځای وکاروو. هغوي د خلکو له کورونو څخه خواړه راټولوي. زه دروازې ته ګورم او د شپې تر ۱۰ بجو د هغوي راتګ ته انتظار باسم. ځینې وختونه هغوي یو څه خواړه راوړي او ځینې وختونه په تشو ګېډو ویده کېږو. 

بېوزله انسان هېڅ راتلونکی نه لري. بېوزله انسان هېڅ هیله نه لري. 

زمونږ یوازینۍ هیله خدای ته ده. زه د طالبانو د والي دفتر ته لاړم او د مرستې غوښتنه مې وکړه. ما طالبانو ته وویل چې را دې شي او زما کور دې وویني، که هغوي پکې څه پيدا کړل، مونږ دې د خوراکي توکو له ګدایۍ منع کړي. مونږ د بېوزلۍ لامله ګدایۍ/ سوال کولو ته اړ شوي یو. 

افغانستان په ډېر بد وضعیت کې دی. د مېرمنو وضعیت لا ډېر بد دی. هر څه ډېر قیمته دي. مېرمنې د عاید ګټونکي/ سرپرستان نه لري. ځینې کونډې دي او د ځینو مېړونه ورک شوي دي. د ځینو خاوندان معیوب دي. د ځینو خاوندان فلج دي او له کوره وتلی نه شي. 

بېوزلي او محروم خلک مرستې ته اړتیا لري. زما هیله دا ده چې کونډو، معیوبینو، ګونګیانو او ټولو بېوزلو او محرومو خلکو سره مرسته وشي. 

راتلونکې کیسه
د مېرمنو حیثیت صفر ته ټيټ شوی دی. د یوې باسواده او بې سواده مېرمنې تر منځ توپیر موجود و، خو اوس یوې مېرمنې ته هېڅ د یوه انسان په سترګه هم نه لیدل کیږي