له بده مرغه، کله چې طالبان واک ته ورسېدل، زما او د ټولو افغان نجونو او مېرمنو ارمانونه په نیمه ورځ کې په اوبو لاهو شول

Arefa
د انګلیسي ژبې زده کوونکې او ښوونکې، هرات

زه د انګلیسي ژبې او ادبیاتو د پوهنځي محصله یم. ما د لېسې په دوران کې ډېره خواري وکړه چې ښې نومرې واخلم او بیا مې د کانکور ازموینې لپاره دوه کاله زحمت وایست. زه په بریالیتوب سره د خپلې خوښې پوهنځي ته کامیابه شوم. 

تېر کال مونږ اجباري حجاب واغوست ځکه چې مونږ لپاره تر ټولو مهم زمونږ زده کړې وې، خو د تعلیمي کال په پای کې یې آن له حجاب سره سره د نجونو پر زده کړو بندیز ولګوه. اوس زه د هېواد د میلیونونو نورو مجبورو نجونو او مېرمنو په څېر، پر کور ناسته یم.

د زده کړو پر مهال مې په یوه تعلیمي مرکز کې د انګلیسي ژبې د ښوونکې په توګه هم دنده ترسره کوله څو خپل لګښتونه پوره کړم او د خپلې کورنۍ په لګښتونو کې هم مرسته وکړای شم. 

د نجونو او مېرمنو پر زده کړو او کار تر بندیز وروسته، زه په دې هیله هڅه کوم چې درس ووایم او نوي تعلیمي کال لپاره چمتو اوسم، چې بېرته به خپلو تعلیمي او کاري چاپېریالونو ته ستانه شوو. د دې لپاره چې له ځان او کورنۍ سره مرسته وکړای شم، زه د کور د مېرمنې په ډول خیاطي او نور کارونه ترسره کوم.

ما هېڅکله تصور نه و کړی چې یوه ورځ به زما ډېر زحمت او تعلیم بې معنا شي او زه به اړ شم چې پر کور کېنم او په کوچنیو کارونو کې به بوخته او نهیلې شم.

مونږ هېڅ حق نه لرو چې کار وکړو او یا بیرون ووځو. 

د ۲۰۲۱ کال د اګست تر ۱۵ مې نېټې وروسته، زده کړو ته زما د دوام ورکولو هیلې ختمې شوې. اوس زه پر خپل پلار او ورور متکي یم. ما خپل حقونه او ازادي له لاسه ورکړي دي. زه آن له یوه نارینه پرته بازار ته هم نه شم وتلی. 

زه لا هم د ښو خبرونو هیله لرم چې اوسني چارواکي به خپل هغه فرمان بیرته واخلي چې د نجونو او مېرمنو د زده کړو او کار د بندیز په اړه و. له ما سره خپل کتابونه او تعلیمي مواد موجود دي او ورځې او شپې شمېرم. دغه وضعیت له زغمه وتلی دی، خو زه هڅه کوم چې د ځان او کورنۍ د ملاتړ لپاره په کور کې یو څه وکړم. 

سره له دې چې په دغه وضعیت کې هیله لرل واقعي نه بریښي، زه لا هم هیله لرم چې د بشري حقونو مدافعینې مؤسسې او نړیواله ټولنه به د افغان مېرمنو د حقونو لپاره پورته شي او یوازې د خپګان پر څرګندولو به بسنه نه کوي. که چېرې نړیواله ټولنه د مېرمنو حقونو منلو لپاره پر طالبانو فشار را نه وړي، د اوسني وضعیت بدلون به امکان و نه لري. 

زما په فکر د مېرمنو د وضعیت بدلولو لپاره یوازینۍ ممکنه لاره دا ده چې افغان نارینه د مېرمنو حقونو لپاره پورته شي او نړیواله ټولنه پر طالبانو فشار راوړي.

راتلونکې کیسه
طالبانو زما ژوند برباد کړ او اوس هغوي د بشپړ هېواد راتلونکی په لاس کې اخیستی دی