طالبانو زما ژوند برباد کړ او اوس هغوي د بشپړ هېواد راتلونکی په لاس کې اخیستی دی

Najla
د مشورتي شرکت کارمنده، وردګ
زما له ټولو هڅو سره سره، چې شپې مې رڼولې، مطالعه مې کوله او سخت کار مې کاوه، چې ښې نومرې واخلم او نوي شیان زده کړم څو زما خوبونه په واقعیت بدل شي، زه په اوولس کلنۍ کې واده کولو ته مجبوره شوم.

تر هغه وروسته، کله چې زه د ځان او کورنۍ لپاره د یوه ښه ژوند د جوړولو پر حال وم، یوه بدمرغه پېښه رامنځته شوه. زما خاوند، نوی زېږېدلی ماشوم او زه په موټر کې پر یوه عمومي سرک روان وو، چې د طالبانو له لورې د تېلو په یوه ټانکر پورې نښتی بم وچاودېد، چې زمونږ موټر ورپسې جوخت شا ته روان و. د سترګو په رپ کې هر څه اور واخیست. له موټر څخه د وتلو هېڅ لاره نه وه. ما هڅه وکړه چې دروازه یا کړکۍ پرانیزم، خو زما لاسونه ډېر زیات سوځېدلي وو او زما بدن او کالیو اور اخیستی و. زه د دغې پېښې لامله سخته وځورېدم، ځکه چې زما خاوند او نوي زېږېدلي ماشوم پکې ژوند له لاسه ورکړ. د طالبانو دغه غیر انساني عمل زما ژوند خاورې ایرې کړ. 

له دغې ناوړې پېښې څخه تر رغېدلو وروسته، ما یو ځل بیا د خپل ژوند په اړه فکر وکړ او پلان مې جوړ کړ چې مختلفو پوهنتونونو ته په غوښتنلیک سپارلو به یو ځل بیا خپلو زده کړو ته دوام ورکوم. زه په مصر کې یوه پوهنتون ومنلم. له ټولو سختیو او مالي ستونزو سره سره مې په شریعه او قانون کې په لوړو نومرو لېسانس بشپړ کړ. 

کله چې زه د ماسترۍ په لومړي کال کې پر درسونو بوخته وم، د خپل پوهنتون یوه استاد د واده وړاندیز راته وکړ. ما د هغه وړاندیز قبول کړ ځکه پوهېدلم چې هغه لوړې زده کړې لري او ټولنیز حیثیت یې ښه دی. تر هر څه مهمه دا وه، چې ما غوښتل خپله ماضي هېره کړه او په مصر کې د ماسترۍ او کار په کولو یو خوشحاله ژوند ولرم. 

زه خبره نه وم، چې زما د خوښۍ ورځې به یو ځل بیا پای ته ورسیږي. له واده څخه دوه یا درې میاشتې وروسته مې نوي خاوند په وهلو او رټلو پیل وکړ. زه مېندواره شوم او وروسته د ماشوم زېږون پر مهال په کور کې یوازې وم. کله چې زما لور یوه میاشتینۍ شوه، خاوند مې اجازه نه راکوله چې پوهنتون ته لاړه شم، له ملګرو سره ووینم یا له کورنۍ سره خبرې اترې وکړم. له بده مرغه، هیچا راسره مرسته نه کوله او له دې پرته بل اختیار نه درلود چې افغانستان ته یوازې راستنه شم. 

واک ته د طالبانو تر رسېدو وړاندې، ما د انګلیسي ژبې کورسونه پیل کړل او د پروګرام همکارې په توګه مې په یوه خصوصي مشورتي شرکت کې دنده پیل کړه. 

زه لا هم له کور څخه له مشورتي شرکت سره کار کوم، خو زما مور نجونو او مېرمنو ته خیاطي ورښيي او زه له هغې سره هم کار کوم. واک ته د طالبانو تر رسېدلو وروسته، له نوموړو مېرمنو څخه ډېرو یې خپلې دندې له لاسه ورکړي دي او هغوي د خپلو کورنیو لپاره د عاید یوازینۍ ګټونکې دي. زما مور هغوي ته خیاطي او ګلدوزي ورښيي څو هغوي نوي مهارتونه زده کړي او یوه ورځ خپلې کوچنۍ سوداګرۍ ولري. 

زه هیله لرم داسې یو وخت راشي چې افغان نجونې او مېرمنې به نور تاوتریخوالی او بې عدالتي نه ویني. مونږ مرستې او ملاتړ ته ډېره اړتیا لرو. طالبانو له مونږ څخه هر څه اخیستي دي. لطفا د افغان نجونو او مېرمنو ملاتړ وکړئ. مونږ په یوه ډېر جدي او حساس وخت کې ژوند کوو.

ما په ډېر کوچني عمر کې ډېر څه ولیدل. ما د خپلې کورنۍ د له لاسه ورکولو درد لیدلی او د خپلې لور د مخ نه لیدلو او د هغې د غږ نه اورېدلو درد تجربه کړی دی. له بده مرغه، زه اوس د خپلې تیاره راتلونکې د لیدلو درد تجربه کوم. مونږ له تعلیم او کار پرته د یوه نامعلوم راتلونکي پر لور روان یو او بېوزلي او تاوتریخوالی خپل وروستي حد ته رسېدلی دی.
راتلونکې کیسه
هر څوک باید د افغان مېرمنو د حق غوښتنې مبارزې ملاتړ وکړي او د هغوي د مورال او باور په لوړولو دغه بې عدالتي ختمه کړي