هر څوک باید د افغان مېرمنو د حق غوښتنې مبارزې ملاتړ وکړي او د هغوي د مورال او باور په لوړولو دغه بې عدالتي ختمه کړي

Samaneh
د مېرمنو د مؤسسې مشره، هرات

په افغانستان کې واک ته د طالبانو تر رسېدلو وړاندې، زمونږ مؤسسې د تعلیم، د مېرمنو د حقوقي قضیو په حل کولو، په قضايي سکتور کې مېرمنو لپاره د ظرفیت جوړونې، په پرېکړه نیونه کې د مېرمنو ګډون او د چاپېریال خوندیتوب او نورو برخو کې کار کاوه. 

د ډېسمبر تر ۲۲ مې نېټې وروسته، مونږ پر کور ناستې یو. زمونږ دفتر بند دی او مونږ یوازې په انلاین غونډو کې ګډون کوو. یوازینی کار چې مونږ د خپلو خلکو لپاره وکړای شو، د ټولنې بېوزلو وګړو ته د ژمي د کالیو وېشل وو. مونږ اوس پروژې نه لرو، خو د خپلو محدودو وسایلو او اسانتیاوو په کارولو سره هغو نجونو ته انلاین ښوونه کوو، چې له ښوونځيو منع شوي دي.

واک ته د طالبانو تر رسېدلو وروسته، پر مېرمنو بندیزونه زیات شول. مېرمنې حق نه لري چې بیرون لاړې شي، کار وکړي، دولتي ادارو ته ننوځي او یا له محرم پرته له کوره ووځي. هغه مېرمنې چې په کور کې نارینه نه لري، له بدو اقتصادي ستونزو سره مخ دي. 

افغانستان کې مېرمنو لپاره تر ټولو مهمه ستونزه د مېرمنو اقتصاد ته د توجه نه شتون دی، چې لامله یې اقتصادي بېوزلي رامنځته شوې ده، له ازادۍ څخه محرومې شوي دي، د زده کړې او کار حق ورڅخه اخیستل شوی دی او په ټولنه کې د برخې درلودونکو په توګه ورته نه لیدل کیږي. 

واک ته د طالبانو تر رسېدو شپږ میاشتې وروسته زمونږ د دفتر فعالیتونه د حقوقي روزنو چمتو کولو، ظرفیت جوړونې، د رواني فشار کمولو او د چاپېریال خوندیتوب په اړه پوهاوي پورې محدود شوي دي. ما له نوي سیستم سره په احتیاط عمل وکړ څو د خپل کار مدیریت وکړم. مونږ د خپلې پروژې د نوم تر بدلولو وروسته وتوانېدو چې د اقتصاد له وزارت سره یې ثبت کړو او د اسلامي کالیو، اسلامي ایاتونو او احادیثو په کارولو سره وتوانېدو چې خپله دنده ترسره کړو. 

د جمهوریت پر مهال زمونږ فعالیتونه ډېر پراخ وو. اوس زمونږ فعالیتونه په بشپړ ډولتر انلاین فعالیتونو، لکه نجونو ته درس ویل،  محدود دي. مونږ همدا راز له خلکو د ژمي کالیو په چمتو کولو کې مرسته کوو، چې د مؤسسې په نوم نه، بلکې په پټه مو ورته ترتیب کړل.

افغان نجونو او مېرمنو لپاره زما هیله دا ده چې د تعلیم په برخه کې وده او پرمختګ وکړي ځکه چې همدا د یوې پرمختللې ټولنې بنسټ جوړوي.

بله هیله مې دا ده چې مېرمنو ته په کاري ساحو کې په پرېکړه نیونه کې ګډون ورکړل شي څو اقتصاد وده وکړي او د مېرمنو ذهني، علمي، ټولنیز او کلتوري ظرفیتونه پراخه شي، کړاو یې کم او بشري وقار یې خوندي شي. 

هر څوک باید د افغان مېرمنو د حق غوښتنې مبارزې ملاتړ وکړي او د هغوي د مورال او باور په لوړولو دغه بې عدالتي ختمه کړي. داسې پروګرامونه باید جوړ شي څو افغان مېرمنې له خپلو اسلامي حقونو څخه خبرې شي او له هغوي سره د کېدونکې بې عدالتۍ پر وړاندې مبارزې لپاره پیاوړې شي. هر څوک کولی شي چې نجونو ته د درسونو په ویلو له ټکنالوژۍ څخه ګټه واخلي. په داخل او خارج کې پوهنتونونه باید مېرمنو لپاره سکالرشېپونه/ بورسونه چمتو کړي. 

د یوې افغانې نجلۍ په حیث، نړیوالې ټولنې ته زما پیغام دا دی چې افغان مېرمنې له دې زیاته بدمرغي نه شي زغملی او نړیواله ټولنه باید د مېرمنو د حقونو په ترلاسه کولو کې څرګنده پالیسي ولري او طالبان وهڅوي چې د مېرمنو پر زده کړو او کار بندیزونه ختم کړي.

راتلونکې کیسه
زمونږ په ژوند کې تر ټولو ستر بدلون دا دی چې د کور تر دېوالونو محدودې یو