زمونږ په ژوند کې تر ټولو ستر بدلون دا دی چې د کور تر دېوالونو محدودې یو

Raihana
ښوونکې، سمنګان

کله چې زه له ۱۲ م ټولګي فارغه شوم، واده شوم، خو په ۲۰۱۲ م میلادي کال کې مې د طالبانو له لورې مېړه ووژل شو. تر هغه مخکې، زه له پوهنتون فارغه شوې وم او د افغان مېرمنو د تعلیمي او مسلکي روزنې لپاره مې یوه نادولتي مؤسسه تاسیس کړه او د اقتصاد له وزارت سره مې ثبت کړه. مونږ د جنسیت، روغتیا او تعلیم پر موضوعاتو او ستونزو مشورې ورکولې. همدا راز مونږ سروې ګانې کولې او مسلکي روزنه مو هم چمتو کوله. 

زما د فعالیتونو لامله، په ۲۰۱۶ م کال کې زما زوی ووژل شو، خو زه تسلیم نه شوم او خپل کار ته مې دوام ورکړ. 

له هېواده د بیرون اوسېدونکې یوې مېرمنې او یوې نړیوالې نادولتي مؤسسې په مالي مرسته مې داسې فعالیتونو تنظیمولو ته دوام ورکړ، چې خطر نه لري او اوسني حالت ته په لیدو یې د تطبیق امکان موجود دی، لکه مېرمنو لپاره د خیاطۍ کورسونه، او مېرمنو لپاره د خیاطۍ ماشینونه هم چمتو کوم. زه په کليو کې د مېرمنو مالي مرسته هم کوم څو هغوي د څارویو ساتلو ته دوام ورکړي او مېرمنو ته مې غواګانې اخیستي دي څو هغوي یې له شیدو څخه تولیدات جوړ کړي لکه پنېر او نور، او بیا یې په بازار کې وپلوري. 

ما لپاره اوس یوه تر ټولو ډېره مهمه موضوع د مالي ملاتړ ترلاسه کول دي څو مونږ د خپل ځان، کورنیو او کارکوونکو مرسته وکړای شو ځکه چې مونږ هېڅ عاید نه لرو. 

طالب چارواکو زمونږ دفترونه بند کړي دي، چې یوازې زما په اداره کې ۲۲ مېرمنې او سړي اغېزمن شوي دي، چې دا ټول د خپلو کورنیو سرپرستان وو او اوس له مالي ستونزو سره مخ دي. 

د جمهوریت تر سقوط وروسته زه توانېدلم چې د مختلفو ولایتونو مېرمنو ته بشري مرستې لکه خواړه او کالي ووېشم. ما د دې کار وړاندیز کړی و څو هغوي له ستونزو وژغورل شي.

زه، مېرمنو ته د هغوي حقونه تشرېح کوم او ورته وایم چې د ظلم پر خلاف پياوړې او غښتلې اوسي.

همدا راز، نجونو ته له خپل کور څخه وړیا تدریس کوم او له اووم ټولګي څخه تر دولسم ټولګي پورې نجونو ته پټ درس وایم.

د څه لپاره چې زه ډېره هیله لرم، د ښوونځيو بېرته پرانیستل دي. ما په خپل ژوند کې ۱۲ دولتونه لیدلي دي. که وضعیت په همدې ډول دوام وکړي، د افغان نجونو د راتلونکي لپاره به هیڅ هیله پاتې نه شي. 

عمومي حل دا دی چې طالبان ټول هغه بندیزونه ختم کړي چې پر مونږ یې تحمیل کړي دي. مونږ د ښځینه وو خصوصي ښوونځيو پرانیستلو او د ښځینه سوداګرو د فعالیتونو بیا پیلولو لپاره مالي ملاتړ ته اړتیا لرو. 

افغان مېرمنو لپاره یو کار چې خلک کولی شي، د بشري مرستو لېږل دي. هغه [څو] مېرمنې چې په مخکښو ادارو او مؤسسو کې دي، باید مالي مرسته ورسره وشي څو مونږ وکړای شي چې لږ تر لږه د هغو کارکوونکو ملاتړ وکړو چې د خپلو کورنیو لپاره خوراکي توکو ته اړتیا لري. زه له نړیوالې ټولنې څخه غواړم چې مونږ هېر نه کړي.

راتلونکې کیسه
زما په کورنۍ ټولې هغه مېرمنې اوس پر کور ناستې دي چې مخکې یې دندې درلودې. دا ډېره لویه بدمرغي ده