زما په کورنۍ ټولې هغه مېرمنې اوس پر کور ناستې دي چې مخکې یې دندې درلودې. دا ډېره لویه بدمرغي ده
Shamsia
ما په خپلواک ډول په قضايي سیستم کې دنده ترسره کوله. اوس کومه دنده نه لرم، ځینې وختونه کوچني ټولنیز فعالیتونه ترسره کوم یا حقوقي مشوره ورکوم. د طالبانو تر واک ته رسېدو مخکې مې د قانون جوړونې او د بشري حقونو په دفاع او ټولنیزو فعالیتونو په برخو کې مختلف انټرنشپونه کړي وو.
اوس زه بې دندې یم. دا ما او زما په څېر نورو مېرمنو لپاره ډېر بد وضعیت دی ځکه چې ما د خپلو لوړو زده کړو په برخه کې ډېر زحمت ویستلی دی، خو زه اوس د کور تر څلورو دېوالونو محدوده او ایساره یم. ما خپله هغه دنده له لاسه ورکړه چې د ترلاسه کولو لپاره مې یې ډېر کلونه کار او هڅې کړې وې.
ما تل ریښتینی عدالت غوښتی دی، خو ما هغه ازادي هم له لاسه ورکړه چې د شریعت په چوکاټ کې یې حق لرم.
ما لپاره اوسمهال تر ټولو مهمه موضوع د خپل ژوند ساتل دي. د شریعت تر سیوري لاندې ازادي زمونږ تر ټولو ستره غوښتنه ده.
کله چې یو څوک وکړای شي، زده کړو ته دوام ورکول انسان ته خوښي ورکوي. له بده مرغه، مونږ اوس له خپلې پوهې هم ګټه نه شو اخیستلی. دې کار مونږ د یوازیتوب خوا ته بوتلو.
زمونږ هڅې تل د دې لپاره وې چې خپل غږ پورته او حقیقت بیان کړو. مونږ غلي نه پاتې کېږو. مونږ هغه حقونه غواړو چې خدای مو راکړي دي او هڅه مو وکړه چې لږ تر لږه یو مثبت روش ولرو.
خو آن زمونږ د کورنیو تر ټولو کوچني غړي هم ښوونځي ته نه شي تللی. زه غواړم هغوي ته تشرېح کړم چې هغوي باید لا سخت کار وکړي او تعلیم په تیارو کې یوه رڼا ده. زه هغوي ته وایم چې نهیلي نه شي او هغه خلک چې یو څه زده کړې لري، هغوي ته وایم چې نورو ته په انلاین ډول خپله پوهه ورسوي. دا هغه دنده ده چې مونږ تر اوسه ترسره کړې ده.
په دې هیله یم چې افغان مېرمنې به زده کړې وکړي، آن په کورونو کې به درسونه ووايي او انلاین زده کړې به ترلاسه کړي.
زه د یوې افغانې مېرمنې غږ یم او زه غواړم چې له نړیوالو څخه د مېرمنو حقونه وغواړم. د یوې افغان مېرمنې او د نړۍ د یوې بلې مېرمنې تر منځ څه توپير دی؟ د نړۍ نورې مېرمنې کولی شي چې د موټر چلونې په شمول هر ډول ژوند او کار کولی شي، خو یوه افغانه نجلۍ د تعلیم ترلاسه کولو له بنسټیز حق څخه هم محرومه ده.
افغان نجونو ته زما پیغام دا دی چې خپله له شرمه ډکه خاموشي ماته کړه او د هغو افغان مېرمنو له غږ سره خپل غږ یو ځای کړي چې د دغو پالیسیو قربانیانې دي. خو نړۍ د هغوي غږ اورېدلو ته چمتو نه ده.
