زه باور لرم چې د مېرمنو حقونو لپاره مشوره/ وکالت د افغان نجونو او مېرمنو د ملاتړ یوازینۍ لاره ده

Zulaikha
د پوهنتون محصله, کابل

واک ته د طالبانو تر رسېدلو وړاندې، ما د افغانستان امریکايي پوهنتون کې د ځایي همکارې په توګه دنده درلوده. د دې تر څنګ مې د سپورت په برخه کې مېرمنو لپاره وکالت او مشورې هم ورکولې. ما د ځوانو نجونو لپاره د فوټبال یو کلپ جوړ کړی و او لارښوده یې وم او له هغوي، په ځانګړي ډول په ښوونځيو او پوهنتونونو کې له ځوانو نجونو سره، سره مې له نږدې کار کاوه. 

که چېرې طالبانو پر هېواد واک ترلاسه کړی نه وای، زما ژوند به ډېر بدل و. ما به خپل کلپ د افغانستان فوټبال فدراسیون سره ثبت کړی او مخکې به تللې وای.

په هر صورت، د ۲۰۲۱ کال تر اګست میاشتې وروسته، زمونږ ارمانونه له خاورو سره خاورې شول. تېر کال زما په ژوند کې تر ټولو مهم بدلون د ځان پیاوړي کول وو، داسې څوک چې د نورو نجونو هڅولو ته دوام ورکوي چې هیله له لاسه ورنکړي.

ما د کوچنیو سوداګریو لپاره د وېب – ډیزاین یو انلاین پلاټ فورم پیل کړی او نجونو سره مې کار کاوه څو له هغوي سره د وېبپاڼې جوړولو/ ډیزان په اړه خپله پوهه شریکه کړم.

په اوس وخت کې او د افغانستان په اوسني وضعیت کې، زده کړې تر ټولو مهمه موضوع ده. تر ۵۰۰ زیاتې ورځې تېرې شوې چې افغان نجونې او مېرمنې د زده کړو له حق څخه محرومې شوي دي. هغوي اجازه نه لري چې ښوونځيو یا پوهنتونونه ته لاړې شي. 

د افغان نجونو او مېرمنو د راتلونکي لپاره زما یوازینۍ هیله، هغوي ته د ازادۍ ورکول دي.

ډېرې لسیزې وشوې چې په افغانستان کې د نجونو او مېرمنو په استازیتوب نور خلک پرېکړې کوي. زه هیله لرم چې یوه ورځ به افغان نجونې او مېرمنې د خپلې خوښې د ژوند کولو ازادي ولري او هغه ډول ژوند به وکړي چې هغوي یې غواړي.

زه باور لرم چې مشوره/ وکالت په افغانستان کې د نجونو او مېرمنو د ملاتړ لپاره ډېر مهم دی. هر څوک باید په ټولنه کې د سړو او مېرمنو د مساوي حقونو په اړه پوهاوی ولري. سره له دې، اوسمهال په افغانستان کې د مېرمنو په ګډون ډېر خلک د مېرمنو د حقونو په اړه پوهاوی نه لري.

په افغانستان کې د طالبانو تر حاکمیت لاندې ډېره سخته ده چې څوک د مېرمنو د حقونو او ازادۍ لپاره پورته شي. سره له دې، دا کار په نړیواله کچه ډېر ممکن ښکاري ځکه چې طالب چارواکي په لږ احتمال د هغوي مخالفت کولی شي. زه له نړیوالې ټولنې او نادولتي مؤسسو څخه ریښتينې هیله کوم چې د مېرمنو د فعالیتونو ملاتړ وکړي او د مېرمنو د بامفهومه ګډون لپاره پروپوزلونه جوړ کړي.

راتلونکې کیسه
پياوړې پاتې شئ، له تیارې څخه وروسته تل رڼا رازي