پياوړې پاتې شئ، له تیارې څخه وروسته تل رڼا رازي

Mahdia
سوداګره مېرمن, بامیان
© Kiana Hayeri

 

زما نوم مهدیه دی، د book café بنسټګرو څخه یوه یم او د ۱۱ م ټولګي زده کوونکې یم. له بده مرغه، په افغانستان طالبانو له واک ته رسېدو څخه وروسته، له اووم ټولګي څخه او پورته نجونې ښوونځيو ته له تګ څخه منع شوي دي. له کې دې امله، له هغه راهیسې ښوونځي ته له تګ څخه محرومه شوې یم.

کله چې ښوونځي ته له تګ څخه منع شوم، پرېکړه مې وکړه چې یوه کتاب کیفی book café جوړه کړم څو پر خپلو پښو ودرېږم او له مالي پلوه خپلواکه شم. د دغې book café درلودلو او چلولو زما په ژوند کې ستر بدلون راوست. 

د افغانستان راتلونکی د دغه هېواد په حکومت او خلکو پورې اړه لري. دا یو واقعیت دی چې مونږ په داسې وضعیت کې یو چې هېڅ نه پوهېږو چې کوم خوا روان یو. که چېرې مېرمنو ته د زده کړو اجازه ورنکړل شي، په باور سره ویلی شوو چې مونږ به په راتلونکي کې یوه علمي ټولنه ولرو. له دغې علمي ټولنې سره به مونږ یوه روښانه راتلونکې ولرو. دا ټول د افغانستان په خلکو پورې اړه لري. که چېرې مونږ افغانان زحمت وباسو، مونږ به خامخا یوه ښکلی افغانستان جوړ کړو. 

زه طالبانو ته هم یو عرض لرم. که چېرې هغوي په ریښتیني دول د افغانستان پرمختګ او په افغانستان کې سوله، ثبات او عدالت غواړي، هغوي باید مېرمنو ته د زده کړې اجازه ورکړي. 

یوه باسواده مېرمن، باسواده ټولنه روزي. 

همدا هغه څه دي چې زه یې له طالبانو غواړم.

کله چې زه وایم چې دا په خلکو پورې اړه لري، زما مطلب دا دی چې خلک باید د هېواد د پرمختګ لپاره کار وکړي، که هغه د اقتصاد، کلتور یا هره برخه کې وي. 

زه له مېرمنو پرته هېڅ ښکلی هېواد نه وینم. د مېرمنو شتون ټولنې ته ښکلا وربښي.

زه داسې مېرمن نه یم چې له ننګونو سره په مخ کېدلو به له مبارزې لاس واخلم.

زه هیله لرم چې په افغانستان کې یوه سوداګره مېرمن اوسم. زه به د هغه څه په لاس ته راوړلو کې د هیڅ ډول موانعو پروا و نه ساتم چې زه یې غواړم. زه د خپلو موخو په لاس ته راوړلو کې جدي یم. زه په راتلونکي کې ځان یوه بریالۍ سوداګره وینم. 

زه د خپل عمر نجونو ته یو پیغام لرم: پياوړې پاتې شئ، له تیارې څخه وروسته تل رڼا رازي. زغم ولرئ ځکه چې په زغم کې زړورتیا او فضیلت دی. مونږ به خامخا یو روښانه راتلونکی ولرو. زه په ریښتیني ډول هیله لرم چې طالبان به مونږ ته اجازه راکړي چې زده کړې وکړو. مونږ به خامخا یوه روښانه راتلونکې ولرو. زه په ريښتيني ډول هیله لرم چې طالبان به مونږ ته د زده کړو اجازه راکړي. 

سره له دې چې زه ښوونځي ته نه شم تللی، دغه کار به ما د خپلې موخې له لاس ته راوړلو څخه منع نه کړي. هر څه چې وي، زه به خپلو موخو ته ورسېږم. په ژوند کې زما راتلونکې موخه د خپلو درسونو بیا پیلول او د تلویزیون یوه بریالۍ نطاقه جوړېدل دي. پر ښځینه نطاقانو له بندیزونو سره سره به زه د نطاقې کېدلو له موخې ته رسېدلو څخه تېره نه شم. 

د افغانستان خلکو، سړو او ښځو، لپاره زما هیله دا ده چې هغوي هغه ډول ژوند وکړي چې زړه یې غواړي. هغه مېرمنې چې حجاب اغوستل نه غواړي، باید اجازه ورکړل شي. حجاب اغوستل باید اجباري نه وي. 

زه خپلو هم عمره نجونو ته یو پیغام لرم: هېڅکله هیله له لاسه مه ورکوئ، د ځان او نورو لپاره د یوه سوله ییز او باثباته افغانستان جوړولو په موخه ډېر زحمت وباسئ.

راتلونکې کیسه
مېرمنې د هغه ډول ژوند حق لري چې هغوي یې غواړي. یوه مېرمن باید د سړو یا ټولنې تر فشار لاندې نه وي