مېرمنې د هغه ډول ژوند حق لري چې هغوي یې غواړي. یوه مېرمن باید د سړو یا ټولنې تر فشار لاندې نه وي
Meena
زه په افغانستان کې له یوه خصوصي پوهنتون څخه په سوداګریز مدیریت کې لېسانس او د مدیریت په برخه کې له کاناډا څخه یوه ډګري لرم او همدا راز په انګلیسي ژبه د ښوونکو د روزنې کالج ډګري هم لرم.
کله چې طالبانو واک ونیو، زه یو څه موده بې دندې وم، خو خو هیله مې له لاسه ور نکړه. ما خپلو هڅو ته دوام ورکړ او په یوه ملي نادولتي مؤسسه کې مې دنده ومونده چې ډېره برخه کار یې د مېرمنو لپاره کاوه. ما ډېره هڅه کوله چې مېرمنو لپاره کار وکړم، خپلې موخې ترلاسه کړم او د مېرمنو ستونزې حل کړم.
د مېرمنو پر کار د ډېسمبر د ۲۴ مې نېټې بندیز پر وخت، ما په یوه محلي نادولتي مؤسسه کې د څارنې او ارزونې د مامورې په حیث دنده درلوده. تر هغه مخکې مې له مختلفو نادولتي مؤسسو سره او دولتي سکتور کې کار کړی و. ما په مختلفو ښوونځیو کې د ښوونکې په توګه اووه کاله او د څارنې او ارزونې د مامورې په توګه درې کاله، او همدا راز مې له نړیوالې نادولتي مؤسسې سره د معیشت په پروژو کې د مسلکي لارښودې په توګه دنده ترسره کړې وه.
سره له دې، د مېرمنو پر کار د ډېسمبر د ۲۴ مې نېټې بندیز لامله اوس پر کور یم او هېڅ نه پوهېږم چې د هېواد نورو بېوزلو مېرمنو راتلونکی به څّه ډول وي. د دندې تر له لاسه ورکولو وروسته کله چې له ډېرو اقتصادي ننګونو سره مخ شوم، د خپلې راتلونکې په اړه مې هیله له لاسه ورکړه.
ما لپاره تر ټولو مهمه موضوع، د زده کړو او کار له حقونو او فرصتونو څځه د نجونو او مېرمنو محرومیت دی. د مېرمنو پر کار د ډېسمبر د ۲۴ مې نېټې بندیز لامله مېرمنې پر کور ناستې دي او نه توانیږي چې خپل ټولنیز ژوند ته وده ورکړي یا د کار له حق څخه ګټه واخلي. دا به پر ټولنه منفي اغېزه ولري. په پایله کې به د ماشومانو پر ودونو تمامه شي. افغانستان به ۲۰ کاله شا ته وګرځي.
د افغان مېرمنو ملاتړ لپاره یو کار چې هر څوک کولی شي، زمونږ غږونه اورېدل او زمونږ ملاتړ کول دي.
افغان مېرمنې اوسمهال د خپل ژوند له ډېرې تیارې مرحلې تیریږي. مونږ په دغه سیمه کې پخپله د خپلو ستونزو د حل توان نه لرو. له دې امله، له نړیوالې ټولنې غواړو چې زمونږ ملاتړ وکړي، زمونږ غږونه واوري او په دغه بد وخت کې د افغان مېرمنو ملاتړ لپاره ریښتیني او عملي ګامونه پورته کړي.
