زمونږ هیله دا ده چې افغان مېرمنې به په راتلونکي کې له یاده و نه ویستل شي
Asma
زه پخپل ولایت کې د مېرمنو د حقونو یوه فعاله یم. زه د مېرمنو پر وده او خوندیتوب کار کوم.
د طالبانو تر حاکمیت مخکې، ما د ښځو د چارو په ډیپارټمنټ کې کار کوه. له دې پرته مې نور ډېر مدني فعالیتونه هم ترسره کول. له بده مرغه، نوموړی ډیپارټمنټ اوس هېڅ موجود نه دی او زه یوازې د ملاتړ او حقوقي فعالیتونه کوم.
زه اوس کومه دنده نه لرم. زه د اقتصادي ملاتړ په برخه کې کار کوم او هغه مېرمنې د ملګرو ملتونو ادارو ته د پروژو اخیستلو لپاره معرفي کوم، چې له اقتصادي پلوه فعالې وي. زه د تعلیمي پروګرامونو په برخه کې هم همکاري کوم. زه د رواني مشورې لپاره د چمتو شوي مالي ملاتړ په اړه مېرمنو ته پوهاوی ورکوم او هغوي هره ورځ له ما سره اړیکه نیسي یا کور ته رازي څو وړیا حقوقي مشوره ترلاسه کړي. زه دغه ټول کارونه له کوم معاش یا ګټو ترلاسه کولو پرته کوم.
تر ټولو ستره ننګونه چې زه ورسره مخ شوم، له دندې لیرې کېدل او د باورلیکونو له لاسه ورکول وو، چې پر ځان باور مې ختم شو او له اقتصادي پلوه ډېرو ستونزو سره مخ شوم.
زما لپاره تر ټولو مهمه ستونزه خوندیتوب او د ژوند ژغورل دي ځکه چې زه له امنیتي ستونزو او تهدیدونو سره مخ یم. زه د اقتصادي ستونزو لامله تر فشار لاندې یم [او د چارواکو له لورې تر څارنې لاندې هم یم].
مونږ له رسنیو سره خبرې اترې وکړې او له چارواکو سره مو لیدنه وکړه. سره له دې چې هغوي په لومړي سر کې مونږ ته د دننه تللو اجازه نه راکوله، مونږ څو ځل ورغلو او خپلې غوښتنې مو تر هغه تکرار کړې څو هغوي د دننه تللو اجازه راکړه. مونږ، ملګرو ملتونو ته رجوع وکړه او له نېکه مرغه ملګرو ملتونو زمونږ مرسته او ملاتړ وکړ څو مونږ بالاخره تر یوه حده خپل حقونه، معاشونه او امتیازات ترلاسه کړو.
هیله مو دا ده چې په راتلونکي کې به افغان مېرمنې له یاده نه ویستل کیږي. هغه شرعي او بشري حقونه، چې د نارینه وو او ښځینه وو دواړو په ګډون ټولو انسانانو لپاره ټاکل شوي دي، مېرمنو ته هم باید ورکړل شي. افغان مېرمنې هم کولی شي چې د نړۍ د نورو مېرمنو په څېر باعزته ژوند ولري، دندې ولري او زده کړې وکړای شي څو په پرېکړه نیونو کې ګډون ولري او پر خپل ځان متکي وي.
زما پیغام دا دی:
په افغانستان کې، مېرمنې د هر ډول بدلون قرباني وي. زما پیغام دا دی چې دا ځل باید نړیواله ټولنه له اوسنیو چارواکو یا د طالبانو له ملاتړ کوونکو هېوادونو سره نه، بلکې له مېرمنو سره لاس یو کړي. له مونږ سره شئ او زمونږ ملاتړ وکړئ څو مونږ خپل حقونه بېرته ترلاسه کړو.
