زه د ځان او د کلیوالو نجونو په اړه اندېښمنه یم. مونږ له تاسو څخه مرسته غواړو.
Babuna
زما نوم بابونه دی او په پنجوايي ولسوالۍ کې ښوونکې وم. کله چې طالبان راغلل، زه یې له دندې لیرې کړم او زمونږ ښوونځی یې بند کړ. هغوي له ما وپوښتل ”ستا محرم چېرې دی؟“ ته ولې له حجاب پرته له کوره راوځې؟“ هغوي په دې بهانو زمونږ ښوونځی بند کړ. مونږ ډېرې نهیلي وو.
زه کور ته ولېږل شوم او یوازې د کور کارونه مې کولی شول. مونږ د ښځینه زده کوونکو په اړه د کلي له نورو مېرمنو سره خبرې وکړې او په کور کې مو یو ښوونځی جوړ کړ. زه اوس په خپل کور کې ۲۵ تنه زده کوونکې لرم او د مختلفو ټولګیو درسونه ورته وایم. زما یوې زده کوونکې له دې امله ځانوژنه وکړه چې له یوه دولتي ښوونځي څخه ویستل شوې وه. زه ډېره خپه وم. ما نه غوښتل چې زما د کلي نجونې دې بې زده کړو پاتې شي.
له دې امله چې زه هم د یوې لور مور یم، نورو نجونو باندې خپه کېږم. مونږ د خپلې لور او د کلي نورو نجونو لپاره ښوونځی جوړ کړ څو د هغوي زده کړې دوام وکړي. کله چې درس ختم شي، زده کوونکې مې په کوچنیو ډلو وېشم او له ښوونځي یې باسم څو طالبان د ښوونځي د شتون په اړه معلومات ترلاسه نه کړي.
زه په دې ورځو کې ډېره نهیلې یم ځکه چې دنده یا معاش نه لرم. زما خاوند هم د یوه ښوونکي په توګه دنده لري، خو د هغه کم معاش زمونږ د ژوند لګښت نه پوره کوي. زمونږ د ښوونځي مدیر ویل، ”ته ولې ښوونځي ته رازې؟ ستا خاوند ستا د ډوډۍ او اوبو پیسې ورکوي. “ خو د هغه له معاش سره زمونږ ګذاره نه کیږي.
زمونږ اقتصادي وضعیت ډېر خراب دی. زه او د کلي نجونې د امنیتي وضعیت لامله ډېرې اندېښمنې یو.
طالبان وايي چې مېرمنې له کوره د وتلو، ښوونځي ته د تللو یا دندو ترسره کولو اجازه نه لري. هغوي وايي چې مېرمنې باید د کور کارونه وکړي او ماشومان وروزي. له همدې امله زه ډېره خپه یم. ولې باید مېرمنې ښوونځي ته د تګ حق و نه لري؟ ولې باید مېرمنې د کار کولو حق و نه لري؟
طالبان وايي چې کار مه کوئ، په کور کې پاتې شئ او د کور کارونه وکړئ، خو زما د خاوند معاش ډېر کم دی. زه غواړم کار وکړم، پیسې وګټم او خپل ماشومان وروزم.
له همدې امله، مونږ په کور کې دننه د هر چا له نظره پټ ښوونځی جوړ کړ. له کومې ورځې راهیسې چې طالبان راغلي دي، زمونږ اقتصادي وضعیت خراب شوی دی. زه په مختلفو وختونو کې نجونو ته درس وایم څو هغوي و نه پوهیږي چې دا کور یو ښوونځی دی. مونږ د کلي له مېرمنو سره خبرې اترې کړي دي او هغوي ټولو همکاري کړې ده. هغوي وايي چې هر کله زه مناسبه ګڼم، هغوي به خپلې لوڼې درسونو ته رالېږي.
زه د خپلو زده کوونکو د خوندیتوب په اړه ډېره اندېښنه لرم. زه د ځان او د کلي د نجونو په اړه پرېشانه یم. مونږ له تاسو څخه مرسته غواړو.
اوسمهال مونږ سلګونه ستونزې لرو. طالبانو راته ویلي دي چې بازار ته به یوازې نه ځو او له محرم سره به ځو. هغوي آن د پنجوايي د اوړي په ګرم موسم کې هم غواړي چې مونږ برقې، حجاب او ټيکري واغوندو. په دغه ګرم موسم کې دغه حجابونه له زغم وتلي وي. په دې کې انسان سوځي. هغوي وايي چې له کوره به یوازې له خپل خاوند یا محرم سره وځو.
زه په کور کې یوازې یم. زه بازار ته د سودا اخیستلو لپاره نه شم وتلی. د طالبانو له رارسېدلو سره سم پر مېرمنو ډېر بندیزونه تحمیل شول. اوسنی وضعیت د زغم وړ نه دی. زه د افغانستان راتلونکې لپاره هېڅ هیله نه لرم. زه له افغانستان څخه وتلی هم نه شم.
دلته ژوند ډېر سخت دی، زه احساس کوم چې مرګ به تر دې غوره وي.
