مونږ تر څومره مودې باید غلې کېنو؟ مونږ باید د طالبانو پر وړاندې ودرېږو او خپل حقونه وغواړو.
Samira
طالبان چې نه وو، مونږ د زده کړې حق درلود. دا د مېرمنو لپاره ډېره ښه وه. له کوم وخت راهیسې چې دوي راغلي دي، نجونو او مېرمنو ته ښوونځي ته د تګ اجازه نشته.
ټولې نجونې او مېرمنې پوښتنه کوي چې طالبان ولې داسې کوي. ایا مونږ انسانان نه یو چې د زده کړې حق ولرو؟
زمونږ پر مخ د ښوونځي دروازې بندې دي. کله چې ته زده کړې کوې او په ناڅاپي ډول له داسې حالت سره مخ شې، ډېر ستونزمن او د زغملو وړ نه وي. مونږ د زده کړې او کار کولو حق نه لرو. له کومې ورځې راهیسې چې طالبان راغلي دي، خلک ډېر تر فشار لاندې او په خپګان اخته دي. زه ډېر بد احساس کوم. زه په ۱۲م ټولګي کې وم او ډېرې هیلې مې درلودې، خو خپلو زده کړو ته مې دوام ورنکړای شو.
ما له ماشومتوب راهیسې غوښتل چې ښوونکې شم. مخکې ما کولی شول چې ښوونځي ته لاړه شم خو اوس پر کور ناسته یم. زه د ډېر یوازیتوب او ستړیا لامله غالۍ اوبدم. د طالبانو تر رارسېدلو وړاندې، زما غالۍ اوبدل زده نه وو. د هغوي تر رارسېدلو درې میاشتې وروسته مې غالۍ اوبدل پیل کړل. ما په کم عمرۍ کې واده کړی دی نو ځکه باید خپلو ماشومانو ته د نفقې ګټلو چل زده کړم.
له دې امله چې طالبان واک ته ورسېدل، مونږ خپلې ټولې هیلې له لاسه ورکړې؛ له زده کړو سره هېڅ راتلونکی نشته. ډېرې نجونې لا هم هیله مندې دي او فکر کوي چې ښوونځي به یې بېرته پرانیستل شي. دا ډېره سخته ده چې دغه ټولې نجونې د ښوونځي د پرانیستلو توقع لري او ته یوازې ورته ګورې.
زما په اند په افغانستان کې د مېرمنو راتلونکی ډېر تیاره دی.
تر دې مخکې مونږ ژوند کاوه او د ژوند کولو حق مو درلود، خو اوس له هر څه محروم شوي یو. مونږ د تفرېح لپاره هېڅ ځای نه لرو او په افغانستان کې مو راتلونکی تیاره دی. په تلویزیون کې آن یو فلم نشته چې و یې وینو. هره ورځ یوه نوې غمژنه کیسه اورو: مېرمنې باید له کوره را و نه وځي او برقې باید واغوندي! په دې شرایطو کې ژوند کول ناممکن دي.
د طالبانو تر حاکمیت لاندې، افغانستان هېڅ روښانه راتلونکی نه لري.
د هېواد وګړي په خپلو زړونو کې ډېر درد لري. هر څوک له طالبانو څخه د خلاصېدو ورځې ته انتظار باسي. خلک هیله مند دي چې ښوونځي به یې پرانیستل شي او خپلو زده کړو ته به دوام ورکړای شي. زه د هغوي په اړه ښه تصور نه لرم. یو ځل زه د یوې ملګرې کور ته تللې وم، هغوي راته وویل چې طالبانو پر یوه سړي برید وکړ او پوښتنه یې ورڅخه کوله چې له هغه سره مل مېرمن ولې حجاب نه لري په داسې حال کې چې نوموړې مېرمنې حجاب اغوستی و.
هغوي پخپله له مېرمنو سره ستونزې لري. هغوي نه غواړي چې مېرمنې له کورونو راووځي او یا زده کړې وکړي. هغوي د مېرمنو لپاره ژوند سختوي. زما په ذهن کې د هغوي په اړه انځور تل بد دی.
زما په اند مېرمنې باید د خپلو حقونو دفاع وکړي. مونږ تر څومره مودې باید غلې کېنو؟ مونږ باید د طالبانو پر وړاندې ودرېږو او خپل حقونه وغواړو.
